Monday, March 25, 2013

سوداګري او اقتصاد



هندي کمپنۍ د حاجیګک کان کنستنې کار پیلوي

حاجیګک
د افغانستان د اوسپنې په دغه کان (حاجیګک) کې څه کم دوه میلیارده ټنه د اوسپنې ډبرې اټکل شوې دي.
راتلونکې اوونۍ کابل ته د هغو اوو هندي کمپنیو استازي ورځي، چې د افغانستان د اوسپنې تر ټولو ستر کان حاجيګک دواطلبي یې ګټلې ده.
د اوسپنې دحاجيګک کان پر سر د افغان لوري او د هندي کمپنیو یا کنسر سیوم ترمنځ خبرې تر دې وړاندې هم څو څو ځلې شوي خو دا ځل افغان چارواکي تمه ښيي، چې د دغو خبرو وروستي پړواو ته به ورسیږي.
د افغانستان د اوسپنۍ د دغه لوی کان د را سپړلو دواطلبي هندي کپنیو ګټلې ده او اوس د همدغو کمپنیو استازي کابل ته راځي، چې د تړون پر ورستي پړاو خبرې وکړي.
د افغانستان دکانونو وزارت د پلان او پالیسۍ مشر جلیلي جمراني بي بي سي ته وویل، چې په دغو خبرو کې به پر څلور مسایلو خبرې کوي:
''څلور موضوعات دا دي، چې دوی به څومره تولید کړي، څه ډول به یې کړي، د دوی مسوولیتونه به څه وي او دافغان حکومت مسوولیتونه به څه وي. د دې ترڅنګ پر د کان پر حقوقي مسایلو هم پراخې خبرې وشي.
ټاکل شوې، هندي کمپنۍ پر دغه کان باندې د دیرشو کلونو لپاره څه باندې لس میلیارده ډالره پانګونه وکړي.                                              

نهايي قرارداد

ښاغلي جمراني وايي، که د راتلونکې اوونۍ په خبرو افغان حکومت او هندي کمپنۍ وروستي پړاو ته ورسیږي، نو د کابینې له تصویب څو میاشتې وروسته به دغه کمپنۍ حاجيګک کان ته د وسایل لېږد پیل کړي او کار به پرې شروع کړي:
"د جاجيګک په ګډون د افغانستان نورې طبیعي سرچینې د دغه هېواد اقتصادي پياوړتیا او پر خپل ځان دبسیا کیدو لپاره تر ټولو ښیې فرصتونه بلل کیږي."
''که دغه خبرې مخ ته لاړ شي او قرارداد ژر تصویب شي، په راتلونکو څو میاشتو کې به پر کان کار پیل شي. اول به دوی خپل وسایل هلته لیږدوي او ښايي دا کار څو میاشتې وخت واخلي. نو هیله مو ده، چې د قرار داد له نهايي کیدو وروسته به په څو میاشتو کې پر دغه کان کار پیل شي''.
د حاجيکګ د اوسپنې په کان کې د نژدې دوه میلیارده ټنه د اوسپني ډبرو اټکل شوی چې ۶۲ سلنه یې اوسپنه ښوول شوې ده.
د کانونو وزارت چارواکي وايي، هندي کمپنۍ به هڅه وکړي، چې د اوسپنې ډبرو له را سپړلو وروسته د وسپنې د پروسس ټول پړاونه په افغانستان کې ترسره شي. ځکه د دوی په وینا بهر ته یې په استولو ډیر لګښت راځي.
د جاجيګک په ګډون د افغانستان نورې طبیعي سرچینې د دغه هېواد اقتصادي پياوړتیا او پر خپل ځان دبسیا کیدو لپاره تر ټولو ښیې فرصتونه بلل کیږي.

No comments:

Post a Comment