Thursday, April 4, 2013


ننګرهار: کامه کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړېږي
م- الله يار - جلال آباد
پنجشنبه ۲۴-۱-۹۱


د آسيامرستندويه ادارې په مالي مرسته د کامې ولسوالۍ کې د جماليو د منځني ښوونځي وداني جوړېږي چې په جوړېدو يو سلو شپاړس زره امريکايي ډالره لګښت راځي.

د ننگرهار دپوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمدآصف شينواري د وويل: دا ودانۍ به اته درسي، څلور اداري خونې، د څښلو د اوبو ژوره څاه او نورې آسانتياوې ولري.
نوموړي زياته کړه: د ودانۍ د جوړېدو چارې به د نهه مياشتو په موده کې په پاخه اوساسي توکه تر سره شي، ور سره به د شاوخوا زرو تنو زده کوونکو د سرپناه د نشتوالي ستونزه هواره شي.
د پوهنې رياست چارواکي وايي اداره يې پلان کې لري  چې د مرستندويه ادارو په مرسته د ننګرهار په بيلابيلو سيمو کې نورو ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي.
په ننګرهار کې ټول ٧٨٥ ښوونځي فعال دي چې تر نيمايي يې يا ودانۍ نه لري او که لري يې د زده کوونکو د سرپناه د نشتون ستونزه پرې نه ده هواره شوې.

No comments:

Post a Comment