انّ الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيّئات أعمالنا مَن يهده الله فلا مُضِلَّ له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، وأشهد أنَّ محمداً اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (70) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا (71،الاحزاب) «ای هغو کسانو چي ایمان مو راوړی.له خدایه وويریږی.او خبري وکړي خبري سیخی.تر څو مو چي اعمال اصلاح کړي او گناهونه مو درته وبښی.او چاچي اطاعت دخدای او دهغه درسول وکړ. په تحقیق سره کامیاب شو. په کامیابی لويه سره». أما بعد: فإنَّ أصدق الحديث كتاب الله، وأحسن الهدي، هدي محمد صلی الله علیه وسلم وشرُّ الأمور محدثاتُها، وكل محدثةٍ بدعة، وكل بدعة ضلالة، وكل ضلالة في النار. مهم شي چي مسلمان انسان باید په ورځنیو کارو کي دهغه اهتمام وکړي. داده چي څلرويشت ساعته دپیغمبر علیه صلوة و سلام دسنتو مطابق رفتار وکړي. ځکه چي دمومن مقام او درجه دپیغمبر علیه صلوة و سلام نه دپیروي په اساس مقایسه کيږي.هر څومره يي چي رفتار دسنتو مطابق وي. هغومره دخدای تعالی په نزد لوړه رتبه لري. چي دهغو له جملی نه یو هم دپیغمبر علیه صلوة و سلام د زندگی له آدابو او طریقو نه پیروي کول دي.په دي خاطر خدای تعالی ماته توفیق راکړ. چي یو کتاب په نامه د «اسلامی آداب» ولیکم. دکتاب دلیکلو سبب ددی کتاب دلیکلو سبب داوه. چی دنبی علیه سلام دزندگی له آدابونه می په پشتو ژبه کوم داسی کتاب چی په عامیانه ژبه او دعامو خلکو لپاره ډیر مفید وی.پیدا نه کړ. چي په هغه کي زیات آداب او طریقی دنبی علیه صلوة و سلام وي. نو ددي هدف دلاس ته راوړلو لپاره می له مختلفو د آدابو کتابونو نه چي په فارسی او عربی ژبه ؤ. معلومات راټول کړل.او دا فکر راسره ؤ. چي که داټول آداب دهر مومن او هر مسلمان په زندگی کي وي.واقعاً به مو هم جامعه اصلاح شي.هم کورنی او هم هر شخص. او په جامعه کي به مو زیاد دنبی علیه صلوة و سلام سنت ژوندي وي.چي ديو لوي اجر خاوندان به ؤ. ځکه دنبی علیه صلوة و سلام دحديث شریف مفهوم ده. چي په اخره زمانه کي څوک زما یو ترک شوي سنت ژوندي کړي. دسلو شهید انو اجر الله جل جلا له ورکوي.نو که مو نږ په سلگونو او زرگونو سنت ژوندي کړو. څومره اجر به مو وي. له بله طرفه به مو په جامعه کي دبد بختیو دله منځه وړلو او دمینی او محبت ،اخلاص او صمیمیت، شفقت او صله رحمی او نورو ښو اسلامی صفاتو درا منځ ته کيدو سبب وگرځی.او په مسلمان کي به خپله یو څه اسلامی نښانی وښودل شي. لکه چي صحابه ای کرامو به خلکو ته تقریر زیات نه کاوه. بلکه ورته ويل به يي «یا ایها الناس کونو مثلنا» ای خلکو زما په شان شي. هغو به عملی زندگی خلکو ته ښودله.مگر نن مسلمان آیا چاته ويلی شي چي زما په شان شه؟ کفار دمسلمانو معامله،معاشره او هر څه گوری. چي خپل منځ کي دشمنی،وهل ټکول ،غلا او دوکه اوپه مثل ددي نوري بدبختی په دوي کي دي.نو که مونږ مسلمان شو. زمونږ حالت به هم ددوي په شان شي. مگر صحابه ؤ په خپله عملی زندگی کي ددين خوندونه کفاروته ښودل. یو یهودي له حضرت عمر فاروق رضی الله عنه نه پوښتنه وکړه.چي قران ماته وښایه. عمر رضی الله عنه آبودردا رضی الله عنه ورته وښود. چي داقران ده. یهودي ډیر تعجب شو. چي قران په مثل دتورات ،انجیل کتاب وي. تاخو ماته یو انسان وښود. داخو کتاب نه ده. عمر رضی الله عنه ورته وفرمایل چي څه په قران کي دي. هغه د ابودردا رضی الله عنه په وجود کي دي. یعنی له الحمد لله ..نه تر والناس پوری يي ټول په ځان عملی کړي دي. صحابه کرام داسی عملی مسلمان ؤ. نو خدای تعالی دي مونږ ته هم توفیق راکړي. چي له قولی مسلمانی نه عملی مسلمانی ته واوړو. او خپل ایمان له خولی نه زړه ته کته کړو. څرنگه چي صحابه کرامو باندي نبی علیه صلوة و سلام ديارلس کاله دایمان محنت کړي ؤ. بیا يي ایمان له خولی نه زړه ته کته شو.الله جل جلا له ددنیا او اخرت کامیابی ور په نصیب کړه. نن هم مسلمان ته په کار ده. لکه څرنگه چي ددنیا یو کار هم بی تکلیفه او بی زحمته نه کيږي. همدارنگه ددين زده کول او دایمان زړه ته کته کول هم خواری او زحمت غواړی. چي ددي محنت لپاره دلیکوال په نظر له ټولو نه اسانه ایمانی مدرسه ددعوت او تبلیغ مدرسه ده. چي په دنیا کي کار کوي او په ډیر کم وخت کي يي زیاته نتیجه هم لاس ته راوړی. نو هر مسلمان ته په کار ده. چي دایمان دزده کړي لپاره ددعوت او تبلیغ دکار لپاره له کور نه ووځی. او خپل ایمان جوړ کړي. څه رقم کولای شو. چي ددي کتاب ټول آداب په ځان،کورنی او جامعه کي عملی کړو؟ 1. له محترمو علماؤ څخه دا تقاضا ده. څرنگه چي دوي په جامعه کي دنبی علیه صلوة و سلام دوارثانو حیثیت لري. نو دوي باید دنبی علیه صلوة و سلام ټولی مسنونه طریقی خلکو ته ورسوي. څرنگه چي اکثریت جامعه بی سواده ده. نشي کولای په دي آدابو ځان پوه کړي. که دعلماؤ له خوا روزانه څو شماری دوي ته له دي کتابه تشریح کړي شي. په یوه کلی کي به دلوي تغیر سبب وگرځی. 2. په کور کي له باسواده شخص نه دا امید ده. څرنگه چي ښځی هم دنبی علیه صلوة و سلام نیم امت تشکلوي. داسلامی اصولو له مخی نه شي کولای چي یا مسجد ته ولاړی شي. او یا له کوم نا محرمه عالم نه درس شروع کړي. نو روزانه دي څو شماری له دي کتاب نه هغو ته وايي او سبا دي تری پوښتنه کوي.هم دزده کړي او هم دعملی کولو. 3. دمکاتبو له محترمو استاذانو نه دا غوښتنه ده. څرنگه چي کوچنیان او نوي ځوانان داینده لپاره لويان او دجامعی رهبری کؤنکي دي.دوي ته زیات ددي ضرورت ده. چي له دي آدابو نه باخبره او په ځان کي يي عملی کړي. محترم استاذان دي روزانه دوي ته دلین په سر او یا ددرسی اصولو له مخی دساعت په شروع کي او یا د آدابو په ساعت کي نظر دهغو سوي ته دوه یا دری همدارنگه لوړو صنفو کي پنځه یا لس شماری له دي کتاب نه تدریس او سبا دي ديادولو او عملی کولو پوښتنه تری کوي. 4. هر فرد نه دا امید ده چي دا آداب زده او عملی يي کړي. په اخیر کي له لوي خدای جل جلا له نه غواړم چي داکتاب دگټی او اصلاح سبب شي.او باید پوه شو. څرنگه چي ددي کتاب لیکل یو انسانی عمل ده. نوانسان له خطا او اشتباه نه هیڅ وخت خلاص نه وي.هر هغه څه چي خطا ده. هغه زما کمبودي او دشيطان وسوسه ده. او هر هغه څه چي صحیح دي دالله جل جلا له په توفیق باندي شوي. ستاسو ورور:حضرت محمد«وحدتی» د الله جل جلا له حضور کی آداب وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (7،ابراهیم) 1. په هر کار کي اخلاص ولرو. له ريا او شرك نه ځان وساتو. 2. عبادت کول او فرایض اداکول.او دالله جل جلا له دنعمتونو شکرانه اداکول. 3. خدای لوي گڼل او د الهی شعآیرو احترام کول. 4. له پوهی نه بغیر باید یو شي حلال یا حرام ونه گڼل شي. 5. په دي یقین لرل چي الله جل جلا له هر وخت زمونږ مراقبت او څارنه کوي په پټه او په ښکاره. 6. له الله جل جلا له نه ويره او امید لرل. 7. توبه کول او بیرته ورگرځیدل دالله په طرف او دگناه مغفرت غوښتل. 8. هیڅ وخت له مغفرته نه نا امیده کيدل. 9. په دي باور لرل چي گټه او تاوان مرگ او ژوند ټول دالله په لاس کي دي. 10. په الله جل جلا له باندي حسن ظن یعنی ښه گمان کول. 11. د الهی تقديراتو مقابل کي صبر د ځان عادت گرځول،او دهغه دخبر و تصديقول. 12. په الهی عهد باندي ملتزم کيدل. 13. الله باید مونږ ته گران وي. او هر هغه څوک چي الله ته گران وي. هغه باید مونږ ته هم گران وي. او هر هغه څوک چي دالله دښمن وي. باید زمونږ هم دښمن وي. 14. باید په کامله معنی هغه ته تسلیم و اوسو. خشوع او عاجزی هغه ته ولرو. 15. باید دهغه په شرع حکم وکړو.او په ټو لو مسایلو د زندگی کي له الهی اوامرو څخه پیروي وکړو.او له نواهیو څخه منع شو. 16. د خدای ذکر باید په ژبه ولرو.او له هغه څخه حیا وکړو. او له گناه نه پرهیز وکړو. 17. دخدای تعالی دغضب اسباب استعمال نه کړو.
د
رسول الله صلی الله عليه وسلم آداب مرعاتول وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ
فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ
وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا
(69،النساء) وقال رسول الله صلی الله عليه وسلم لا یومن احدکم حتی اکون احب الیه
من والده ؤلده والناس اجمعین 1. فرمانبرداری درسول الله صلی الله عليه وسلم او سنت
او طریقی یی اختیارول. 2. هدایت پیداکول په واسطه دهغه لارښود چي پیغمر صلی الله
عليه وسلم راوړی ده. 3. په ټولو شيانو کي په محمد صلی الله عليه وسلم پسی اقتداکول.
او دهغه صلی الله عليه وسلم تابع داری بغیر له چون وچرا. 4. محبت دپیغمبر علیه
صلوة و سلام مخکي گڼل په محبت دهرکس او هر شي. 5. د پیغمبر صلی الله عليه وسلم
احترام کول.او دياد په وخت کي يي درود پری ويل. 6. لري والی له مخالفت نه یی.او
دهیچا خبره د پیغمبر علیه صلوة و سلام له خبری نه مخکښی نه گڼل. 7. ایمان لرل په
نبوت او رسالت د پیغمبر علیه صلوة و سلام اوتصديقول دهر هغه څه چي پیغمبر صلی الله
عليه وسلم ويلی دي. 8. لري والی له (غلو) او زیاده روي کم او زیات له حده له منزله
او مقامه درسول الله صلی الله عليه وسلم چي خدای جل جلا له هغه ته ورکړي. 9. د
خدای جل جلا له صفات پیغمبر علیه صلوة و سلام ته نسبت ورنه کړو. لکه قسم خوړل په پیغمبر
باندي ، تو کل په پیغمبر باندي.او په مثل ددي چي خصوصیات دخدای جل جلا له دي. 10. گران لرل دهرهغه چا چي پیغمبر علیه سلام گران لري. او دښمن گڼل
دهر هغه چا چي پیغمبر علیه سلام دښمن گڼی. 11. کومک او ملگرتیا دسنتو او طریقو
دپیغمبر علیه صلوة و سلام او دهغه له شریعت نه دفاع کول. 12. یا محمد نه ویل او نه
لیکل او په مسجدو کی نه زوړندول.ځکه چی الله جل جلا له هیڅ وخت یا محمد نه دی ورته
ویلی.کله یی په یا مزمل او کله یی په یا مدثر... سره یاد کړی. 13. ژوندي ساتل سنت
دپیغمبر علیه صلوة و سلام اودهغه شریعت ښکارول. 14. درسول الله صلی الله عليه وسلم
ددعوت تبلیغ او وصیتونه یی عملی کول.
دقران
دمعلم آداب 1. دقران دتعلیم نه باید هدف دخدای تعالی رضا وي.نه باید هدف دنیاوي
مقاصد او دنیوي شيان لاس ته راوړل وي. 2. له تعلیم نه يي باید هدف تگ او را تگ نه
وي. 3. دقران معلم باید آرام،باوقاره ،تواضع کوونکي،او دښو اخلاقو لرونکي وي. 4.
دقران معلم باید له ټوکونه او همدارنگه له قلبی مرضونه لکه حسد ،ریا او دخلکو
تحقیر نه ځان وساتی. 5. زده کؤنکي باید دبچيانو په شان ورته گران وي.او دهغو دبی
ادبی په وخت کي باید بردباره وي.او نصحت ورته وکړي. 6. دعلم فضلت ورته ووايي.او څه
چي ځان ته خوښوي.هغه شاگردانو ته هم خوښ کړي. او څه چي ځان ته نه خوښوي.باید هغه شاگردانو
ته هم خوښ نه کړي. 7. معلم باید علم يي خوار او ذلیل ونه ښيي.او همدارنگه
دشاگردانو منځ کي له عدل څخه کار واخلی.
دقران
دمتعلم آداب 1. باید له خدای تعالی نه وغواړی. چي دقران په یادولو کي کمک ور سره
وکړي.اوهدف يي باید دخدای رضا وي. 2. دقران دحفظ له پاره باید یو فلان جوړ کړي.او
دهغه له مخی قران زده او حفظ کړي. 3. قران باید په ترتیل ووايي. او درحمت دایات
وخت کي درحمت دعا وکړي.او که دعذاب ایات وايي. باید خدای ته پناه وروړی. 4. دتلاوت
دسجدي په وخت کي سجده کول.او که دتلاوت وخت کي چا سلام پری واچاوه. دسلام جواب دي
ورکړي. او بیادي دتعوذ په ويلو سره تلاوت شروع کړي. 5. له گناه نه باید ځان وساتی. ځکه چي دعلم دهیریدو سبب گرځی. 6. داستاد خواکي ارام کينی.غږ
ډیر نه پورته کوي.له حده زیاتی خبری نه کوي.او بی ضرورته یوي اوبلی خواته نه
گوری.داستاد تندخويي تحمل کړي. 7. که استاد په صنف کي حاضر نه ؤ. یا په څه کار
مشغول ؤ. باید انتظار وکړي. 8. داستاد احترام وکړي. او هغه ته متواضع وي. اگر که هغه
په عمر هم کم وي. 9. په یادولو باید حریص وي.اوپه کم باندي قناعت ونه کړي. او داسی
هم نه چي ځان له حده زیات تکلیف کړي.او هغه تیر يي هم له یاده ووځی. د قران دتلاوت
آداب كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آَيَاتِهِ
وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ (29،ص) 1. جوړول داخلاص په وخت ديادولو اوتلاوت
دقران کي. 2. عمل کول په قران . 3.
تشويق کول او هڅول یادولو دقران ته او په هغه متعهد
کيدل. 4. هیڅ وخت مه وایه چي هیر می کړ. بلکه وایه چي هیرولو ته می پر یښود. 5. په
قران کي تدبر کول واجب دي. 6. قران په ناسته ولاړه او دتکيي په حالت کي ويل هم
صحیح دي. 7. قران په جیب کي نقلول هم جواز لري. 8. دتلاوت نه مخکي خوله او غاښونه په
مسواک مینځل مستحب دي. 9. دتلاوت وخت کي استعاذه او تسمیه ويل مستحب دي. بغیر له سورت
توبه نه چي هغه ته صرف استعاذه ويل کيږي. 10. ويل دصدق الله العظیم وروسته له
تلاوت نه. 11. قران په ترتیل ويل،په مد ويل او په ښایسته غږ ويل مستحب دي. 12.
زیاد تیز ويل مکروه دي. 13. قران باید د ترانی په شکل ونه ويل شي. 14. په وخت
دويلو او یا غوږ نیولو قران ته باید وژاړی. 15. قران په لوړ غږ ويل مستحب دي. په دي
شرط چي خلکو ته دتکلیف سبب نه شي. 16.
دقران دختم لپاره خاص دُعا وجود نه لري. 17. دایرول
دمراسمو لپاره دحفظ دقران سنت نه دي. 18. دچرت وهلو اويا دخوب دغلبی په وخت کي
قران باید ونه ويل شي. 19. باید ارام ځای اومناسب وخت دتلاوت لپاره انتخاب شي. چي
دا د زړه دصفايي او حواس جمعی لپاره بهتره ده . 20. دغوږ نیولو وخت کي باید ښه غوږ
ورته ونیسی.او خاموش و اوسی. 21. د رحمت ایات ته درسیدلو وخت کي دجنت سوال وکړي.او
د عذاب ایات ته درسیدلو وخت کي خدای ته پناه وروړی. 22. جایزده چي حایضی او نفاسا ښځی قران
ووايي. په دي شرط چي لاس ورنه وړی. 23.
سنت ده چي په وخت د ويلود ایات چي هغه کي تسبیح ذکر شوي
وي. باید تسبیح ووایو. دعذاب دایات په وخت کي استعاذه او د رحمت دایات ويلو وخت کي
درحمت دُعا وکړو. 24. قاری دقران باید اودس ولري. بدن کالی او جای يي پاک وي. 25. قرأت باید متصل
وويل شي او قطع نه شي. 26. زړول دایات دقران د وره په سر یا د ديوال په سر مکروه
دي. 27. په خبروکولو کي دقران کلمات دخبری په ځای راوړل کم حکم يي مکروه ده. دعلم
د زده کړي آداب يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا
تَفْعَلُونَ (2) كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا
تَفْعَلُونَ (3،الصف) 1. دعلم دتحصیل په لاره کي باید داخلاص نیت ولري.او دالله په
خاطر يي وکړي. 2. باید پوه شي. چي دينی علوم افضل او اهمیت يي ډیر دي. 3. له خدای نه باید طلب
دعلم کي توفیق وغواړی. 4. دعلم دزده کړي لپاره باید سفر وکړي.اوهر جای چي لازم وي ولاړ
شي. 5. دعلم په لاره کي دادب او وقار رعایتول. 6. تر څو چي مو توان وي. په حلقو او
کلاسو ددرس کي شرکت وکړل شي. 7. که څوک ناوخته صنف ته راشي. باید سلام وانه چوي او که د بحث دنه
قطعه کيدو سبب نه گرځیده. نو بیا سلام اچول سنت دي. 8. عمل نه کول په علم سبب
دنابودي د برکت کيږي. 9. باید همیشه حاضر واوسی. او له سستی او تنبلی نه ځان وساتل
شي. 10. مایوسه نه شو. او لنډ لاسی ونه اوسو له زده کړي نه. 11. دا ایات همیشه ذکر
کړي(والله اخرجکم من بطون امهتکم لا تعلمون شيا). 12. دزده کړي دصحیح اوغلطی طریقی
شناخت. 13. متعلم باید کوشش وکړي او ل وخت کي درس ته ځان حاضر کړي. او وخت غنیمت
وگڼی. 14. هغه څه چي په درس کي يي له لاسه ورکړي باید جبران کړي. 15. لیکل دفوایدو
توضیحاتو اومهمو نقطو ددرس. 16. دکتاب په اخستلو کي باید د هغه عمومی ورقی وگوری.
17. کتاب باید په ځمکه ونه لويږی. اود شيخ خبره قطع نه کړي. تر څو حديث مکمل شي.
او وروسته سوالونه په ادب سره مطرح شي. 18. مطالعه کول د ترجمی،سیرت....دکتابونو
19. مطالعه کول په موقع او وخت مخکي له رارسیدلو دهغه لکه روژه ،عید،حج،عمره،...
20. حرص په اخستلو دخاصوکتابو لکه فقهی مسایل،قیام الیل،تفسیر اونور. 21. باید طلب
دعلم کي اولیتونه مقدم وگڼل شي.همیشه اول باید کار چي هغه بهتر وي. مخکي کړي. 22.
ځان ساتل له خودنمايي نه .او ځان لوي گڼلونه. 23. دالله جل جلا له صفت دهغه د نام
په یاديدلو سره. 24. دنبی علیه صلوة و سلام دنام په یاديدلو سره په هغه باندي درود
ويل. 25. رضی الله عنه ويل دصحابه ؤ دنام په یاديدلو سره. رحمة الله علیه ويل
دلويو علماؤ دنام په یاديدلو سره. 26. دروایت په نقل باندي باید یقین وشي. اوفواید
کم ونه گڼل شي که کم هم وي. 27. ځان ساتل له ډیرو بحثو په مباحاتو کي. 28. دفتاوا
کتابونه باید زیاد مطالعه شي.او که حديث په معنی سره روایت وي. باید توضیح شي. 29.
له استعمالولو دتعظیم دالفاظو دځان دصفت لپاره جلوگیری وشي. 30. صادقانه نصحت
دقبول وړده. په دي شرط چي لپاره د مجامله نه وي. 31. وقت باید په مسایلو چي فایده
نه لري ضایع نه شي. لکه داصحاب کهفو دسپی رنگ څه رقم ؤ. 32. بغیر له پوهی او علم
څه ونه ويل شي. 33. دخلکو مخکي خلاصه ټنډه او دهغو مشکلات په پراخه سینه اوریدل.
34. خلکو ته حديث ووایاست. تر دری وارو له دي زیات يي مه ورته وایاست. چي بیا خسته
کيږي. 35. له خلکو سره داسی خبری وکړي.چي هغه پری پوي شي. دصنف او درس آداب 1. ضروری ده. څوک
چي صنف ته ځی. ځان له هره لحاظه صحیح اماده کړي. ږیره او سر غمنځ جامی برابری عطر
ووهی.مسواک استعمال کړي. سپینی جامی واغوندي.او له صنف نه مخکي اینه کي ځان وگوری.
2. په لاره ارام ولاړ شي. څوک چي مخی ته ورځی سلام ورته واچوي. 3. مسجد ته چي داخل
شي. دوه رکعته نفل وکړي. او بیا داستاد خواته نږدي کينی. 4. داستاد په مخکي په لاس
باید هغه ته اشاره ونه شي. اونه په سترگو هغه تائید شي. 5. دخلکو په اوږو وانه
وړی. بلکه اخر د صف کي کښینی.مگر که استاد يي وغواړی. 6. څوک باید له ځای نه جگ نه
کړي.او د صنف په منځ کي نه کښینی. 7. ددوه دوستانو په منځ کي نه کينی مگر دهغو په اجازه.
8. له هغو سره مهربانانه او نرمی خبری کوي.او په نیکو اخلاقو رفتار ورسره کوي. 9.
بهتره ده دنرو کلاس په مسجد کي وي. دښځو ددينی زده کړي صنف په کور کي وي. 10. تر
هغه ځایه چي ممکنه وي. مخ په قبله کينی.او یا د حلقی په شکل. که خلک زیاد وي
استادکولای شي په لوړ ځای کينی. 11. استاد درس په شهادتینو اودرود په نبی علیه
صلوة وسلام شروع کړي بعضی محديثین يي په تلاوت شروع کوي. 12. له استاد سره په ترحم
رفتار وشي.او دُعا ورته وشي.که استاد غیبت شروع کړي. باید عذر ورته وويل شي. اوکه
نه صنف ترک کړي. 13. استاد باید غامض اوغریب لغات ترجمه کړي.او په کوم شي چي نه
پوهیږی. باید سکوت اختیار کړي. اوله هغو شيانونه چي دعادي خلکوعقل نه ور رسیږی.
بحث پری ونه کړي. 14. استاد باید حاضرین خسته نه کړي. اوکه خسته کيدل. مزه داری او
خنديدونکي قصی ووايي.البته ادبی. 15. ددرس په حلقه کي له بی فایدي خبرو مخنیوي
وشي. اوکه فقراپه حلقه کي ناست وي. باید کبر ونه کړي شي. 16. استاد تواضع وکړي.
اوله عالم نما ښودلو نه ځان وساتی. 17. کوچنیان په ریاست دحلقی باندي ونه گمارل
شي. 18. لازمه ده چي ددرس په حلقه کي ایمانی مو ضوعات وويل شي.او فاسد او گمراه
خلک ددرس له حلقی نه وایستل شي. 19.
مخکي له درس نه باید اصلی موضوع وويل شي.او په جریان
ددرس که څو دقیقی تفریح وشي. 20.
استاد باید پاک نفسه ، ښه اخلاقه او د ښه رفتار لرونکي
وي.
د
آذان سنتونه 1. موذن چي څه په آذان کي وايي پسی تکرار شي. مگر د (حیعلتین)په وخت کي باید( لاحول ولاقوه الا باالله ) پټ
وويل شي. باید دشهادتینو وخت کي داهم وويل شي چي (رضیت باالله ربا وبالاسلام دينا وبمحمد
رسولا). 2. اخیر دآذان کي نبی علیه صلوة وسلام ته وسیله ،فضلت ،مقام محمود وغوښتل
شي.یعنی(الهم رب هذه الدعوه............) او درود شریف. 3. دآذان او اقامت مابین کي باید له خدای
نه وغوښتل شي. ځکه نبی علیه صلوة و سلام فرمايي چي دي وخت کي دُعا نه رديږی. 4. له
راديو او تلويزیون نه هم داذان جواب ورکولی شو په دي شرط چي دلمانځه په وخت کي وي.
دمسجد آداب وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا (18،الجن) 1. مساجد دخدای تعالی دي .نو ونه ويل شي. چي
دامسجد دفلان شخص ده. 2. دمسجد دپیژندلو لپاره په هغه نوم ښودل جایزدي. لکه مسجد
نبوي صلی الله علیه وسلم. 3. چاچي پیاز اويا اوږه خوړلی وي. په هغه وخت کي له مسجد
ته تللونه ځان وساتی.او یاله نوري بدبويي سره مسجدته ولاړ نه شي. چي لمونځ کوونکوته
ضرر رسوي. 4. مستحب ده چي مسجدته تلوکي مسابقه وکړي. او له نورو نه مخکي مسجد ته
ولاړ شي. 5. نبی علیه صلوة وسلام منع کړي له دي نه چي څوک په منډه مسجدته ځی.حتی
که جماعت(جمعه) ولاړ هم وي. 6. مسجدته تلو په وخت کي دادُعا ووايي( الهم اجعل فی
قلبی نوراً وفی لسان نوراً وجعل فی سمع نوراً وجعل فی بصر نوراً وجعل فی خلفی نوراً
ومن امامی نوراً اعطنی نوراً). 7.
دمسجدته داخلیدو په وخت کي ښی پښه مسجد ته داخلوي. او
دادُعا وايي( الهم صل وسلم علی النبینا محمد) او بیا (الهم افتح لی أبواب رحمتک).
8. وروسته له داخلیدلو مسجدته اول تحیه المسجد لمونځ باید اداکړل شي. 9. په مسجد
کي باید لهو لعب ،دنیايي خبری اوپه مکروهاتو بحث اوغږ پورته نه کړي شي. 10. په مسجد
کي ستونی ستاخ پریوتل جایز دي.پښی دقبلی په طرف هم جایز دي مگر دقران په طرف پښی
غزول جایز نه دي. 11. که احتلام شي زر باید مسجد ترک کړي. او غسل وکړي. 12. په
مسجد کي خرید اوفروش منع دي. په مسجدکي باید تبلیغاتی ورقی ونه زړول شي.همدارنگه
په مسجد کي باید دورک شوي شي اعلان ونه شي. 13. کولای شی په مسجد کي د خیر د کار او یا
د دينی علم تدریس غږ وکړل شي. 14.
په مسجد کي نه باید دلمانځه نه مخکي دگوتو ټکونه وایستل
شي. 15. خوړل او څښل مسجدکي جایز دي. 16. وروسته له اذان نه له مسجد نه وتل
دلمانځه تر وخته جایز نه دي. بی له شرعی عذر نه. 17. د مسجد ښایسته کول په اسبابو
لکه فرش ..اونورو جایز نه دي. 18. په مسجد کي ډلی ډلی کيناستل نه دي ښه چي دتفرقی سبب
گرځی. 19. د لمانځه له مخی تیریدل ناجایزدي. 20. له مسجد نه دخارجیدلو وخت کي باید
اول چپه پښه وایستل شي.اودادُعا وويل شي(الهم صل وسلم علی النبینا محمد)
اوبیا(الهم انی اسألک من فضلک). دجمعی دورځی آداب يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا
إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ
اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ
(9،الجمعة) 1. دجمعی ورځ د روژی لپاره ځانگړی کول حرام دي. 2. دجمعی شپه دعبادت
لپاره ځانگړی کول مکروه دي. 3. په نبی علیه صلوة وسلام درود او سوره کهف ويل په شپه او ورځ
دجمعه کي. 4. دجمعی په ورځ غسل کول لازم دي. 5. سنت ده چي مخکي له تگ دجمعی لمانځه نه بایدمسواک
ووهو غسل وکړو 6. عطر ولگوو.اوبیا مسجد ته ولاړ شو. 7. دجمعی دورځی لپاره جدا
لباس.همدارنگه سنت ده که لمونځ گذار ته خوب ورغی دکينستو جای دي تغیر کړي. 8.
دجمعی لمانځه کي سوره جمعه او سوره منافقون،یا سوره اعلی او غاشيه ويل. 9. دجمعی
لمانځه وروسته خوب کول سنت دي.نبی علیه صلوة وسلام به خلک تشويقول دي خوب ته. 10.
څوک چي دجمعی لمونځ نه کوي خدای تعالی يي په زړه مهر لگوي اوله هیروونکو څخه
حسابیږی.
د
خطیب لپاره آداب 1. خطیب باید منبر باندي خطبه ووايي. او په شروع کي خلکوته سلام
واچوي. 2. خطبه باید په ولاړه ووایی،او په عصا باندي تکيه وکړي.په لوړغږخطبه اوهغه
لويه اوبا عظمته وښيي. همدارنگه سوره ق ويل په خطبه کي. داستخاری د لمونځه آداب
وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا
عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ
(159،آل عمران)
1. استخاره
عبارت ده له غوښتنی دخیر له پروردگار څخه په داسی شکل چي هرڅه چي په هغه کي يي خیر
وي درته اختیار کړي. 2. داستخاری دنتیجی لپاره نه باید د خوب انتظار وکړو بلکه په
زړه کي مو چي وي هغه کار باید وکړو. 3. استخاره نه باید په مکروه ،حرام ،واجب
،فرضو کي وکړو. بلکه په مباح مسایلوکي او یاهم کله چي څو سنت یا څو واجب کارونه وي
استخاره به کوو. 4. استخاره کولای شو څو واره تکرار کړو. اوکه داسی ځای ؤ. چي لمونځ
نه کيده کولای شوفقط دُعا وکړو. 5. کولای شو دُعا له کتاب نه هم ووایو.او دُعاکولو
وخت کي لاس پورته کول.له استخار مخکي باید مشوره وشي. د روژی آداب يَا أَيُّهَا
الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ
مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183،البقره)
1. روژه نیول فقط باید دخدای په خاطر وي. او دروژی نیت باید مخکي له سپیده چاود
څخه وشي. 2. پشنمی باید وشي اگر که په اوبو سره هم وي. او په اخیر وخت کي بهتر ده نبی علیه
صلوة و سلام فرمايي پشنمی زمونږ او اهل کتابو دروزی ترمنځ فرق ده. ښه پشنمی دخرما
خوړل دي. 3. په افطار کي عجله کول او په خرما افطار کول. 4. افطار باید مخکي له
لمانځه څخه وشي.او دُعا کول خصوصا دنبی علیه صلوة وسلام ماثوری دُعا گانی. 5.
نوروته روژه ماتی برابرول او وروسته مسنونه دُعاگانی کول.
دحج
کولو آداب الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا
رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ
يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ
يَا أُولِي الْأَلْبَابِ (197،البقره) 1. حج کول باید خاص دخدای تعالی
درضا لپاره وي. نه د ریا او شهرت لپاره لکه څرنګه چي انس رضی الله عنه له نبی علیه
صلوت وسلام نه نقل کړي.(خدایه ! دحج ارزو لرم. چي ریا او شهرت په هغه کي نه
وي). 2. تلبیه ويل دحج شعار ده. او تلبیه ویل خاصی فایدي لري. لکه دعمل اخلاص، خدای
تعالی په یگانگی سره یادول، دبند گی په دوام باندي تعهد، دخدای تعالی په مقابل کي عاجزی،دخدای
تعالی په نعمتونو اعتراف،په باطل پرستانو او دتوحید پردشمنانو باندي رد دي. لکه
څرنګه چي جابر رضی الله عنه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي.چي پیغمبر
صلی الله علیه وسلم به حج په توحید او لوړ اواز تلبیه ويلو شروع کاوه. او ويل به
يي (لبیک اللهم لبیک، لبیک لا شریک لک لبیک، ان الحمد والنعمة لک و الملک لاشریک
لک). 3. دطواف په دوه رکعتو کي د کافرون او اخلاص سوره ويل. 4. په صفا او مروه کي
خدای تعالی په یگانگی سره یادول. او داکلمات ويل(لا اله الا الله وحده لاشریک له،
له الملک وله الحمد، و هوعلی کل شي قدير). 5. پیغمبر صلی الله علیه وسلم به دعرفات
په ورځ زیات لا اله الا الله ويل. او په توحید يي نظر داسلام نورو ارکانو ته زیات
تاکيد کاوه. لکه څرنګه يي چي معاذ رضی الله عنه یمن ته لیږو. او دستور يي ورکړ. چي
هغه دعوت کړه. ترڅو ګواهی ورکړي. چي معبود برحق بغیر له الله نه نشته. او دا چي زه
رسول او رالیږلی شوي دخدای له طرفه یم....... 6. دټولو دينی مشاعرو او مراسمو تعظیم
کول. 7. له کعبی ته داخلیدو مخکي حمام کول. او دچاشت لمونځ په ذوالحلیفه کي کول.او
همدارنگه تلبیه په لوړ اواز ويل. او ورسره کلمه (لا اله الا الله ) ويل. او له
مینا نه تر عرفی پوری ويل. او بیا تر جمره عقبه پوری ويل. او دقربانی په مال باندي
سوارلی نه کول.چي دا ټول له دينی مشاعرو نه دي. 8. له طواف نه مخکي اودس کول. دحجر
الاسود په لیدلو خوشحالیدل او دهغه مچو کول.او په هغی باندي سرښودل او خدای تعالی
ته سجده کول.لکه جابر رضی الله عنه فرمايي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم طواف له حجر
الاسود نه شروع کړ.هغه يي لمس کړ. او سترگی يي له اوښکو ډکي شوي. 9. دشعایرو بل
تعظیم دپیغمبر صلی الله علیه وسلم د مقام ابراهیم شاته لمونځ کول او سعی شروع کول
له صفا نه او په هغه باندي دریدل او همچنان دمروه غر چي داټول دخدای تعالی د ذکرپه
خاطر ؤ. 10. له جابر رضی الله عنه نه روایت ده چي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورو
سته په طرف دمقام ابراهیم ولاړ. او دا ایات يي تلاوت کړ. وَإِذْ جَعَلْنَا
الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ
مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ
وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (125، البقره). او د لمانځه ځای داسی
وټاکي چي مقام ستا او کعبی ترمنځ راشي. وروسته له دروازی نه دصفا په طرف ولاړ.او
کله چي دصفا غره ته نژدي شو.نو دا ایات يي تلاوت کړ.( إِنَّ الصَّفَا
وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ
فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ
اللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ (158، البقره). او دصفا غره ته لوړ وخوت. او خدای تعالی
يي په یوازی والی سره یاد کړ.مخ په قبله ودریدو.او دا ذکر يي وويل(لا إله إلاالله
وحد لا شریک له، له الملک و له الحمد وهو علی کل شي قدير، لا إله إلاالله وحده،
انجز وعده، و نصرعبده، و هزم الأحزاب وحده). دادعايي دری واری تکرار کړه. او له هر
وارسره يي خیر ددنیا او اخرت دخپل امت لپاره وغوښت.وروسته له دي دمروه دطواف په
طرف ولاړ. اوهغه مناسک يي چي په صفا باندي کړي ؤ. هغه يي په مروه باندي هم ادا
کړل. 11. همدارنگه پیغمبر علیه سلام په مشعر الحرام کي دخدای تعالی دفرمودي مطابق
طولانی ذکر او دعا وکړه.خدای تعالی فرمايي(لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ
تَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا
اللَّهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِنْ
كُنْتُمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّينَ (198، البقره). 12. جابر رضی الله عنه
دمشعر الحرام شپه داسی بیانوي.( وروسته له دي چي روشنايي دصبح صادق ښکاره شوه.
پیغمبر علیه سلام په یو آذان او اقامت دسهار لمونځ آدا کړ. او په خپل اوښ باندي سپور
شو. ترڅو چي دمشعر الحرام غره ته ورسیدو.او مخ يي قبلی ته کړ.او لاس په دعا شو.او
تکبیر او تهلیل(لا اله الا الله ) او خدای تعالی يي ډیر په یوازی والی سره یاد
کړ.او تر هغو يي دعا او ذکر ته ادامه ورکړه. ترڅو چي کاملا روشنايي شوه.او دلمر
راختو نه مخکي يي له مزدلفی نه دمنا په لور حرکت وکړ. 13. پیغمبر علیه سلام د ذو
الحجه دمیاشتی په لسمه نیټه یا یوم النحر عطر او خوشبويي استعمال او دکعبی په طرف
راهی شو.ترڅو اضافه طواف آدا کړي.
دعاشورا
دورځی آداب وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ
فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا حَتَّى إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ
قَالَ آَمَنْتُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي آَمَنَتْ بِهِ بَنُو
إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ (90ٰیونس) 1.
دعاشورا ورځ هغه ورځ ده. په کومه ورځ چي فرعون او لشکریان يي په رود نیل کي غرق
شول. او موسی علیه سلام او مومنانو ته الله پاک نجات ورکړ.کله چي نبی علیه سلام له
مکي نه مدينی ته راغی.ويي لیدل چي دمدينی یهود دعاشورا په ورځ روژه نیسی. پس
پوښتنه يي وکړه. (مَا هَذَا اليَوْمُ الذِي تَصُومُونَهُ) یهودو ځواب ورکړ. چي
داهغه ورځ ده.چي خدای جل جلا له موسی علیه سلام او مومنینو ته له فرعون او دهغه له
لشکریانو نه نجات ورکړ.او فرعون او لشکریان يي غرق شول. پس موسی علیه سلام دخدای
تعالی دشکر گذاری لپاره هغه ورځ روژه ونیوله.اومونږ هم دا ورځ روژه نیسو. رسول
اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل. (نَحْنُ أَحَقُ مِنْكُم بِمُوسَى) مونږ موسی علیه
سلام ته له تاسی نه زیات حق لرونکي یو.او په روژه کولو يي امر وکړ.او ويي ويل که
راتلونکي کال ژوندي وم.نهمه ورځ به هم روژه نیسم. 2. رسول الله صلی الله علیه وسلم
فرمایلی دي( بهترینه روژه وروسته درمضان له روژی نه روژه دمحرم الحرام دمیاشتی
ده). 3. دعاشورا دورځی دروژی په باره کي له نبی علیه صلوت وسلام نه پوښتنه وشوه.
ان حضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل.
(يُكَفِّرُ السَّنَةِ المَاضِيَةِ).روژه نیول دهغه دتیر
کال دصغیره گناهونو کفاره کيږي. 4. انحضرت صلی الله علیه وسلم فرمایلی. چي له
یهودو سره مخالفت وکړي.یوه ورځ مخکي له عاشورا نه او یایوه ورځ وروسته روژه ونیسی.
پس لازمه ده. چي مسلمان نهمه او لسمه او یا لسمه او یوولسمه ورځ روژه ونیسی. 5. ددي ورځو روژه
نیول مخالفت له یهودو سره او اقتدا په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسی او ديو
کال صغیره گناهونو دمغفرت سبب کيږي. داخترونو آداب 1. دعید لمانځه نه مخکي باید غسل وکړل
شي. اوبیا څو خرماوي خوړل. 2. په عید قربان کي مستحب ده. چي مخکي له قربانی څه ونه
خوری.اودقربانی له غوښی نه وخوړل شي. 3. تکبیر ويل دعید په ورځوکي: په عید فطرکي
تکبیر ويل دعید له شپی نه دامام داخلیدو پوری دعید لمانځه ته . په عید ضحی کي
تکبیر ويل له اولی ورځی دذیلحجی نه تر ديارلسمی تر غروبه پوری. تکبیر ويل په دي
ډول : الله اکبر الله اکبر لااله الا الله ولله اکبر الله اکبر ولله الحمد. 4. دعید له آدابو
څخه داهم ده. چي ښه یوبل ته تبریکي وويل شي.او وويل شي چي خدای دي له مونږ او تاسی
نه قبول کړي. 5. دعید په ورځ ځان جوړول.همدانگه په بدلو لارو دعید لمانځه ته تلل
اوراتلل. د دُعا کولو آداب فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ
وَكَذَلِكَ نُنْجِي الْمُؤْمِنِينَ (88،النبیا) 1. ددُعا
له شروع نه مخکي باید اول حمد او ثنا دالله جل جلا له اودرود په نبی علیه صلوة و
سلام وويل شي. 2. په گناه باندي اقرار او په خطا باندي اعتراف کول. 3. تضرع
اوعاجزی کول، اوله خدای تعالی نه ويره او امید کول. 4. ددُعا کولو وخت کي دایقین
چي خدای تعالی يي قبولوي.اوپه اصرار سره وغوښتل شي. 5. که څوک غواړی دُعا يي
مستجابه شي باید هر حال کي خوشحالی اوغم کي دُعاوکړي. 6. دُعا باید دشر دنفس
،مال،اوکورنی لپاره نه وي. 7. دُعا باید دری واره تکرار شي. او مخ په قبله وشي.او
دُعا کي باید لاس پورته کړي شي. 8. د مستجابی دُعا وختونه دآذان او اقامت ترمنځ
همدارنگه دجمعی اخیری وخت کي. 9. دُعاکي باید خپل ضرورتونه خدای تعالی ته وويل شي.او
له ښو جملو څخه کار واخستل شي.او اول باید ځان ته دُعا وکړل شي. 10. دگناه درخواست او
د مرگ غوښتل ونه شي.همدارنگه دُعا کي بخل باید ونه شي .بلکه ټولومومنانو اومسلمانانو ته وکړي
شي. 11. دُعا باید د قطعه صله رحمی لپاره ونه شي.او همدارنگه باید آداب په دُعا کي
مرعات شي. 12. ديوبل نه دجدا کيدو په وخت کي باید یو له بل نه طلب ددعا کولو وشي.
13. په دُعا کي نه باید اسما چي په کتاب اوسنتو کي نه وي راغلی وويل شي. لکه یا
سلطان یامنان یا برهان، اومبالغه باید دُعاکي ونه شي. دتلفن کولو آداب فَلَا تَخْضَعْنَ
بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرض وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا
(32،الاحزاب) 1. مخکي له زنگ وهلو باید مطمین شو. چي شماره غلطه نه وي.تر څومزاهم
دخلکو یا اذیت دمریضانويا دخلکو مشغولیدو سبب نه شو. 2. مناسب وخت باید په نظر کي
ونیول شي. او خبری بی دلیله باید درازی نه شي.چي شاید مقابل طرف به کار لري. او یا
به له خبر و خسته شي. 3. ښځی باید له نرو سره ناز او هوس انگیزی خبری ونه
کړي.اوتلفون کؤنکي باید په سلام سره خبری شروع کړي. او په اخیر کي خدای په امانی
اوهم باید دبل چا تلفن نه زنگ ونه وهی بی له اجازی. 4. دمقابل طرف خبری نه باید بی
له اجازی څخه ثبت کړي شي.که هغه هر رقم خبری وي ځکه چي دایو رقم خیانت ده.
همدارنگه دبل چا خبروته غوږ نیول په پټه هم حرام ده . 5. تلفن هم یو دخدای نعمت ده. نه باید له هغه
څخه خرابه استفاده وشي. لکه دزنانه ؤ بی حیايي ته جلبول او نورو فحشو کاروته. د
زیارت آداب 1. دمړی زیارت ته دورتلو وخت کي باید اول سلام (السلام علیکم یا اهل
القبور) وويل شي. 2. زیارت نه یواځی دمړو بلکي د ژوندو هم کيدي شي.دحديث مفهوم ده
چي څوک ددوست زیارت ته ولاړ شي خدای تعالی ورته وايي. چي قدم دي مبارک ځان ته دي
ځای په جنت کي جوړ کړ. د سلام اچولو آداب إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ
وَعُيُونٍ (45) ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ آَمِنِينَ (46ٰالحجر) 1. اول وار ادم علیه
سلام ته امر وشو. چي فرشتو ته سلام وکړه. هغه وويل. اسلام علیکم فرشتو په جواب کي
وويل السلام علیک ورحمه الله. 2. سلام اچول سنت او جواب ورکول يي واجب دي. 3. علیک
السلام ويل مکروه دي.ځکه نبی علیه صلوة وسلام فرمايي چي دا ويل دمړو دپاره دي. 4.
که مجموعه زیاته وي دری واری سلام اچول مستحب دي.همدارنگه سلام باید عام واچول شي.
5. سنت ده چي سپور په پیاده ، روان په ولاړ یا په ناست، کوچنی ډله په غټه ډله ،
کشر په مشر سلام واچوي. 6. که بعضی خلک ويښ او بعضی ويده وي سلام باید په ورو
واچول شي چي ويښ خلک يي واوری او ويدو ته مزاهمت ونه شي. 7. اهل کتابو(یهودو،
نصارا)وو ته باید سلام وانه چول شي. او که کوم مجلس کي مسلمان او اهل کتاب دواړه
وي باید سلام واچول شي. مگر نیت يي یوازی مسلمان وي. 8. دمجبوریت وخت کي اهل
کتابوته په عادتی ډول ستړی مشي ويلی شو. او دکور احوال پرسی يي هم جایز ده. 9. دبل
چا سلام رسول هم واجب دي. همدارنگه کورته داخلیدو وخت کي سلام اچول مستحب دي. که
څوک وي اوکه نه وي. 10. د قضای حا جت په وخت کي همدارنگه دخطبی وخت کي سلام اچول
او جواب يي ورکول صحیح نه ده . 11. مستحب ده مسجد ته داخلیدو وروسته اول دوه رکعته
تحیه المسجد او بیا وروسته سلام واچول شي. 12. نبی علیه صلوة وسلام فرمايي چاچي له
سلام نه مخکي خبری وکړي هغه ته جواب مه ورکوي. 13. له مجلس نه تلو وخت کي سلام
اچول سنت دي. 14. ستړی مشي کول همدارنگه سر مچو کول هم جایز دي. 15. لاس مچوکول
مکروه دي ،مگر که چاته دهغه دذهد او تقوا په خاطر وي یا دعلمیت په خاطر نو بیا نه
دي مکروه. بلکه مستحب هم دي ځکه چي ابو عبیده رضی الله عنه دعمر رضی الله عنه لاس
مچو کړي دي . 16. همدارنگه چا ته ټیټیدل بی له خدای تعالی څخه هم نه دي صحیح ځکه
چي داکار له سجده صغرا سره مشابه شوي. 17. ديو چا راتگ سره هغه ته جگیدل سنت نه
دي. که څوک ورته جگیږی هم باید داونه وايي چي داسنت کار ده بلکه یو عادتی کار ده.
18. که دکوم عذر په وجه ونه شو کولا ی ديو چا سلام ته جواب ووایو. باید وروسته
بښنه وغواړو. 19. که څوک کوڼ وي. هغه ته باید هم په لفظ هم په اشاره سلام واچول شي
20. قبرستان ته اسلام اچول هم صحیح دي.
داجازه
غوښتلو آداب فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى
يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ
وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ (28،النور) 1. له اجازی غوښتلو نه مخکي باید
سلام واچول شي. 2. که دچا کورته دورتلو اراده لري دروازه باید ټک ټک کړي . او بیا
ښی یا چپ طرف د دروازی ته ودریږی تر څو دکور داخل ونه وينی.ځکه چي اجازه غو ښتل هم
ددي ستر گو په خاطر ده. 3. دخلکو دکور داخل ته کتل حرام دي. مگر دکور دڅښتن په اجازه
نه دي حرام. 4. دچا کورته د ورتگ لپاره باید مناسب وخت انتخاب کړي. 5. داجازی غوښتلو
لپاره دری واری باید دروازه ټک ټک کړي که اجازه ورنه کړي شوه باید بیرته وگر ځی او
ولاړ شي. 6. که دکور خاوند ورته وويل چي ولاړ شه باید ولاړ شي.دروازه باید تیزه
ونه ټکول شي . او همدارنگه باید خالی کور ته داخل نه شي ځکه چي دا دنورو په حقوقو
تیری ده. 7. که څوک ورغوښتل شوي وي.
بیا اجازی ته ضرورت نشته.او دمجلس ترک کولو وخت کي باید
اجازه وغوښتل شي. 8. سړی چي کور ته داخلیږی باید خپله بی بی خبره کړي. 9. کوچنیان
چي بلوغ ته نه وي رسیدلی. په دری وختو کي باید اجازه وغواړی د سهار لمانځه نه مخکي
، دغرمی دخوب وخت کي چي حديثو کي قیلوله ورته وايي ،او دماخستن له لما نځه وروسته.
اجازه باید په دي ډول وي چي اول سلام واچوي او بیا ووايي چي ایا اجازه ده. 10. کور
چي په چا پوری مربوط نه وي. هغه ته داخلیدل جواز لري. لکه محله ،بازار همدارنگه دضرورت وخت
کي لکه اورلگیدل ،غله دچا کورته لويدل ...په دي حالتو کي بی اجازی هم داخلیدل روا دي. د میلمستیا آداب
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ (24) إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ
فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُنْكَرُونَ (25) فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاءَ
بِعِجْلٍ سَمِينٍ (26) فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ (27
،الذاریات) 1. دمیلمه احترام کول واجب دي.او دمهمانی زیات وخت دری ورځی ده. نو هیڅ
مسلمان ته روا نه دي. چي دخپل مسلمان ورور سره دومره پاته شي چي هغه دده په وجه
گناه گار شي. 2. دمیلمستیا دعوت قبولول واجب دي. خوپه لاندي شرایطو ،دعوت ځای
کي منکرباید وجود ونه لري؛داعی باید مسلمان وي، شغل دداعی باید حلال وي، ددعوت
قبولول باید دواجب یا فرض عمل دترک سبب نه شي، او ددعوت قبولول باید دده له پاره ضررنه
وي. 3. څلور شيان په میلمه واجب دي. اول: څرنگه چي دکور خاوند غواړی میلمه باید
هغه رقم کينی.
دوهم: په هغو شيانو چي ورته راوړل شي
با ید خوشحاله وي.
دریم:
دکور دڅښتن بی اجازی باید جگ نه شي. څلورم: کله چي دباندي ولاړ شي دکو ر خاوند ته
باید دُعا وکړي. 4. میلمه باید دخاصی غذا پیشنهاد ورنه کړي. مگر که ددوه یا څو
خوراکو اختیار ورکړل شي. باید ساده په کي انتخاب کړي. 5. روزه دمهمانی مانع کيدي
نشي. ځکه نبی علیه صلوة و سلام فرمايي مفهوم يي ده چي ورشه خوراک مه کوه. دکور
څښتن ته دُعاوکړي.اوکه روزه نه وي. نو خوراک دي وکړي. 6. له میلمه سره که کوم بل
نفر وي. چي را دعوت شوي نه وي. باید دهغه لپاره اجازه وغوښتل شي. 7. نبی علیه صلوة
و سلام فرمايي. چي دمیلمه لپاره ځان غیر معقول او زیا ت زحمت ته مه اچوي. 8. دکور دڅښتن
په اجازه باید ورداخل شو.او له خوراک وروسته باید فورا راجگ شو. مگر دکور دڅښتن په
اجازه که هغه خوښوله پاته کيدي شو. 9. په څښلو اونوروشيانو کي باید له ښی طرفه
شروع شي. علمیت او عمر ته ونه کتل شي. او که خلک په ترتیب ناست نه وي. بیا له مشر
او عالم څخه شروع کيږي. 10. په خوراک کي دڅنگ ملگری ته توجه کول سنت ده .
ولاړنفرته باید دکينستو دعوت ورکړل شي.همدارنگه ښه گوله ورکول ولاړ نفر ته هم له
آدابو څخه ده. 11. دکور څښتن باید دمیلمنو خدمت وکړي.او په خلاصه ټنډه ښه راغلاست
ورته ووايي او د زمانی له حالاتوشکایت ونه کړي.بچي باید دمیلمنو خدمت ته اماده
کړي. 12. میلمه صرف دقبلی او دستشويي دپوښتنی حق لري،دنوروځایو پوښتنه باید ونه
کړي. 13. میلمه باید د وخوره په ويلو سره
ناراحته نه کړي.او میلمه دگولی خوړلو وخت کي سر باید سینی ته ټیټ نه کړي.همدارنگه
دخوراکونو گډولو کي باید دملگری مرعات وساتل شي.همدارنگه دډوډی خوړلو وخت کي باید
میلمه ته ونه کتل شي. 14. کوشش باید وشي متقی او ښه خلک دعوت شي. نه فاسق اوبی دينه.او
همدارنگه دسرمایه دارو په شان باید فقرا او مساکين هم دعوت شي. 15. دکورڅښتن کولای
شي دمیلمنو دخدمت لپاره یو څوک له خپل کور نه تعین کړي. او خپله ضروری کار پسی
ولاړ شي.میلمه باید له اعتراضونو څخه ځان وژغوری. دمجلسونو آداب يَا أَيُّهَا
الَّذِينَ آَمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا
يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ... (11،المجادله) 1. باید کوشش وشي چي مجلسوکي دخدای تعالی
ذکر وشي. او له هغو مجلسونه چي دخدای تعالی ذکر په کي نه وي. باید ځان وساتل شي.
2. د وعظ لپاره باید خاص وخت انتخاب شي. تر څو خلک خسته نه شي. 3. باید دشپی
کيناستو اومجلس لپاره ښه دوست انتخاب شي. 4. مجلس ته د داخلیدو او خارجیدو وخت کي
باید سلام واچول شي. 5. مکروه ده چي یو نفر له مجلس نه جگ شي. اوبل دهغه په ځای
کينی.بلکه دنورو نفرو راتگ سره باید مجلس ته وسعت ورکړل شي.ښه مجلس پراخه مجلس ده.
6. دبل
چا خبرو ته غوږ نیول بی له اجازی منع ده. 7. له منع شويو کيناستو نه ځان وساتل شي.
لکه چپ لاس شاته کيږدي او په ښی لاس تکيه ووهی.ځکه نبی علیه صلوة وسلام دارقم
کيناستل دهغه چاصفت گڼلی چي دخدای قهر پری شوي وي. او یا کيناستل په مابین د سوری
اودلمر درڼا کي ځکه علت يي هم داده چي دادشيطان دمجلسو په نامه نومول شوي دي. 8.
په مجلس کي زیاد ونه خندل شي. ځکه چي زیاته خندا زړه وژنی. 9. دری نفری مجلس کي نه
باید دوه نفره شخصی مجلس وکړي او دریم تنها پر یږدي ځکه هغه غمجن کيږي همدارنگه
نور حالتونه. 10. دخلکو مخکي باید آروغ(سلگی) ونه شي. 11. زیات کتل دمجلس یوي او
بلی خواته دخلکو مخکي ونه شي. 12. دخلکو مخکي بی له عذره پښی ونه غزول شي. 13. له
ماخستن نه وروسته خبری او له ماخستن نه مخکي خوب کول مکروه دي. 14. مستحب ده چي دمجلس
اخر کي دهغه کفاره ادا شي. یعنی دادُعا وويل شي.(سبحانک الهم وبحمدک اشهد ان لااله
الاانت استغفرک واتوب الیک) دخبرو کولو آداب يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا
اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا
تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ
يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ
اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (12،الحجرات) 1.
مسلمان ته په کار ده چي دخپلی ژبی حفاظت وکړي.دحديث مفهوم ده چي یو سړی به خبری
کوي چي ملگری وخندوي. دی به په دي کار لري فاصله له ثریا نه لاندي واچول شي. 2.
دحديث مفهوم ده. چي څوک په خدای تعالی او داخرت په ورځ ایمان لري نو یا دي خیر
وايي. او یا د ساکت اوسی. ښه خبره هم دصدقی له یوي دروازی څخه حسابیږی. 3. له
بیهوده خبرو نه باید ځان وساتو. ځکه نبی علیه صلوة و سلام فرمايي مفهوم يي ده چي
دقیامت په ورځ به لري له مانه بیهوده گويان وي. 4. له غیبت نه باید ځان وساتو ځکه
خدای تعالی فرمايي(هیڅ یو له تاسی نه دنورو غیبت مه کوي). 5. غیبت کول په شپږ ځایو
کي جایز ده: مظلوم کولای شي دقاضی په مخ کي په ده باندي د شوي ظلم غیبت وکړي، کله چي وغواړی
دمنکر دمخنیوي لپاره کومک واخلی، له مجتهد نه دپوښتنی وخت کي ووايي. چي فلانی په ما
دا ظلم کړي، ويرول دمسلمانانو چي فتنی ته داخل نه شي. په دي شرط چي هدف يي نصحت
وي، که څوک فسق او بدعت په علنی شکل کوي، لپاره دپیژندلودهغه چا چي لاندي قسم صفت
ولري لکه ړوند،کوڼ ...ولی که يي هدف دهغه کموالی او په هغه پوری خندي وي نو بیا
حرام ده. هغه څه چي دغیبت سبب کيږي 1.
دغصی په خاطر چي له یو چا نه يي لري. علاج يي داده چي
نبی علیه صلوة و سلام فرمايي. څوک چي غصه وزغمی داسی حال کي چي دهغی په کولو قادر
وي خدای جل جلا له هغه ته دقیامت په ورځ دټولو مخلوقاتو مخکي ورغږ کوي. او دجنت دحورو
منځ کي هغه ته اختیار ورکوي. هر څومره چي غواړی. 2. ددي لپاره چي له مجلس نه پاتی
نه شي.نبی علیه صلوة و سلام فرمايي هر څوک چي خوشحالی دخلکو په قهر دخدای تعالی
لاس ته راوړی. خدای تعالی يي خلکو ته پریږدي. 3. دخپلو کمیو علاج دنورو په نقص سره
علاج يي داده: چي هغه څه چي دخدای تعالی سره دي بهتر او پاته کيدونکي دي. 4. لپاره
دشوخی او ټوکو نبی علیه صلوة و سلام فرمايي. افسوس په هغه چا چي دروغ وايي. تر څو
خلک وخندوي افسوس په هغه افسوس په هغه . 5. حسد نبی علیه صلوة و سلام فرمايي. په
زړه دانسان کي ایمان اوحسد دواړه نه ځایږی. 6. په چا باندي یو شي نسبت کوي تر څو
ځان له هغه نه پاک وگڼی. 7. زیاده بیکاری 8. ځان له لويانو او دمنصب له خاوندانو سره
برابرول. هغه ځایونه چي گمان نه کوي غیبت وي ولی عیبت ده . 1. ديو چا غیبت کوي کله
چي ورته وويل شي غیبت ده. دي وايي چي داخبره دهغه تر مخ هم کوم. 2. په مجلس کي دچا
نوم اخلی او وايي خدای ته فنا وړم دبعضی خلکو له بی حیايي نه . 3. داچه ووايي
فلانی مبتلا په دي ده ... 4. د بی توجهی په وجه غیبت دگناهکارانو. دچا په مخکي چي
غیبت کيږي باید لاندي نقطی په نظر کي ونیسی. 1. نه باید ټولی خبری ومنی اونه يي باید
تصديق وکړي. 2. باید هغه ته نصحت وکړي اوله غیبت نه يي منع کړي. 3. باید له هغه
سره دخدای په خاطر بغض ولري.ځکه چي خدای تعالی له هغه سره بغض لري. 4. دغایب ورور
باره کي باید بدگمان ونه کړي. 5. دهغه غیبت باید باعث نه شي. تر څو ته پلټنه وکړي.
6. هر شي چي واوری باید ويي نه وايي.ځکه نبی علیه صلوة و سلام فرمايي ديو چا دگناه
کار کيدو لپاره دابس ده چي هر څه واوری نوروته يي ووايي. 7. له درواغو نه باید ځان
وساتو. مگر دروغ په دری وختو کي جایز دي. لپاره دصلح په مابین دخلکو کي، په جنگ
کي، ښځه دمیړه په باره کي یا میړه دښځی په باره کي په نیک نیت. 8. فحش باید ونه
ويل شي،ازارونکي خبری باید ونه شي. 9. جنگ پریښودل ځکه نبی علیه صلوة و سلام
فرمايي مفهوم يي ده څوک چي جنگ پریږدي په داسی حال کي چي په حق هم دي وي. زه په
مابین دجنت کي دده لپاره دکور ضمانت کوم. 10. خبری باید په مناسب اواز وشي. چي ټول
يي واوری. همدارنگه باید دکوم علت په وجه قطعه نه شي.او عجله باید ونه شي په
خبروکي.او واضح باید وشي. 11. په خبروکي باید حرام الفاظ لکه کفرامیزی کلمی،قسم په
غیرالله او یا ويل چي خلک هلاک شؤ. یا قسم کول په طلاق یا زمانی ته بد ويل. له دي
او نورو دارقم الفاظو څخه باید ځان وساتل شي. 12. په مجلس کي نه باید ځان له نورونه
بهتر وگڼل شي. او ونه وايي چي فقط زه بایدخبری وکړم. همدارنگه په فخر امیز شکل
باید خبری ونه کړي. او ځان باید پاک معرفی نه کړي. 13. زیاد سوالونه باید ونه شي.
او په جواب کي باید له سرعت نه کار وانه خستل شي.او خبری باید ونه شي چي دهغو حال
او ځای مناسبه نه وي. 14. دحديث مفهوم ده چي دمسلمان انسان دښواخلاقو له جملی نه
یو داده چي کوم شي چي په ده پوری ارتباط نه لري باید مداخله په کي ونه شي. 15.
دهغه چا مخکي چي علاقه غوږنیولو ته نه لري. باید خبری ونه شي.او خبری باید زیادي
تکرار نه شي.او دمخاطبینو په نسبت باید ځان لوي ونه ښودل شي.همدارنگه څوک چي خبری
کوي باید دهغه مخکي بی توجهی ونه شي. 16. دچا خبری باید کمی ونه گڼل شي. او هڅه
ونه شي چي دچا خبری تکمیل شي.متکلم باید تکذیب نه کړو. او دخبرو منځ کي باید مجلس
ترک نه کړو. 17. له کوچنیانو سره خبرو کولو کي باید لنډون ونه شي.او خبری مخکي له
اثباط نه باید فخش نه شي. او خبری باید غلیظی نه وي . 18. خبری کؤنکي باید مسخره نه شي. او له
مقابلی او نوروته شکست ورکولو نه باید ځان وساتل شي.او په خطاباندي باید اقرار
وکړو 19. په مجلس کي باید له ناخوښه کارونو نه ځان وساتو لکه تف کول،قحقح خندي،په
بریت او ږیره لوبی کول. 20. په خراب مجلس کي باید شرکت ونه کړل شي، او نه باید
داسی کينو چي بی ادبه معلوم شو، او دمجلس منځ کي نه کينو. 21. نوروته نه باید بد
نومونه واخلو.او له مسخری او تحقیر دنورو څخه باید ځان وساتل شي. 22. که څوک په خبروکي
خطا شي. په غلطی سره ،نو نه گناهکاریږی. لکه یو چا چي په غلطی ويلی ؤ. چي خدایه ته
بنده زما او زه خدای دستا یم. دخنداکولو آداب وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَى
(43،النجم) 1. خندا او ژړا هم خدای تعالی پیداکړي. مگر زیاته خندا زړه وژنی. 2. زیاته
خندا په صغیره گناه کي حسابیږی.
دپیغمبر علیه صلوة و سلام خندا صرف تبسم ؤ. 3. بعضی
خنداگانی کفر حسابیږی.که خندي په هغه څه ټوکي وي چي خدای تعالی نازل کړي او یا سنت
دنبی علیه صلوة وسلام وي. 4. په شریعت کي دي چي دښځی او میړه ترمنځ دشوخی په وخت کي
خندي سنت ده. دټوکو او شوخی کولو آداب 1. ټوکي خبری دي چي هدف يي داسی شوخی ده. چي
تکلیف او ازار ته ونه رسیږی اوکه هغه حد ته ورسیدي بیا مسخره حسابیږی. 2. شوخی کول
په مابین ددوستانو او ملگرو کي سنت دی. ځکه چي دخوشحالی سبب کيږي. 3. په شوخی او
ټوکو کي نه باید قذف او غیبت وشي. او نه باید هیبت له منځه یوسی. فحش باید په کي
نه وي تر څو دکينی سبب شي. دچامال باید په ټوکه کي وانه خستل شي. 4. دشوخی لپاره
باید مناسب وخت انتخاب شي. او په ټوکوکي باید په دين استهزا او ملنډی ونه وهل شي. 5. له بی
عقلو سره باید ټوکي ونه شي. او دنورو احساس باید رعایت شي.له همسنو سره باید شوخی وشي.
او ځان ته باید په کي تاوان ونه رسول شي.
د قهراوغصی آداب الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (134،آل عمران) 1. غصه هغه تغیرده چي دزړه دوينی دجوش له امله ایجاديږی.یا غصه او قهر دشيطان یوه تکه ده. چي دهغی په واسطه گناه کيږي. 2. امام غزالی رحمة الله علیه ويلی چي خلک په غصه کي دری قسمه دي a. تفریط: هغه ده چي دغصی قوه کاملا له منځه ويسی او یا يي ډیره ضعیفه کړي. b. افراط:هغه ده چي غصه دومره غلبه وکړي چي انسان له هر قسم عقل اوتدبیر نه خارج کړي. c. اعتدال: داهغه حالت ده چي ښه اوقبول شوي ده. چي شخص منتظر داشاری دعقل او دين وي. 3. غزالی رحمة الله علیه دغضب او قهر اسباب داښولی( زهد او تقوا،عجب،ټوقی او شوخی کول،مقابله کول،مخالفت کول یوله بل سره،عذر او خیانت،حرص لپاره دمالداره کيدو....) 4. غصه دری حالته لري ښه ،حرامه ، مباح 5. ښه غصه : هغه ده چي دخدای په خاطر او دخدای ددښمن مقابل کي لکه په یهودو او نصاراؤ کفارو او منافقینو باندي غصه ،او یا په دي خاطر چي الهی حکمونه ماتیږی غصه کول بهتر دي. 6. حرامه غصه : هغه ده چي دملیت ،قوم ........په خاطر وي 7. مباح غصه : هغه ده چي په هغه کي الهی معصیت او گناه نه وي. 8. له غصی نه دخلاصیدو لاری اعوذ باالله من .........ويل،خبری نه کول او مجلس ترک کول، که ولاړوي کينی دي او که ناست وي پریدي وزی ،اودس کول، دوه رکعته لمونځ کول، دپیغمبرصلی الله علیه وسلم وصیت منل چي قهر کيږه مه ، نه قهر کيدل جنت تضمین کوي ،غصه زغمل دمتقیانو خاصیت ده، دغصی دبديو پیژندل، دخدای ذکر کول ،بایدخپل بدن په غصه ازار نه کړو. دنصیحت کولو آداب يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (17،لقمان) 1. دنصحت کولو وخت کي باید اخلاص ولرو. کله چي مسلمان ورور ته نصحت کؤ. باید دخدای تعالی درضا لپاره وي نه دشهرت او ریا په خاطر او نه دنو رو دشخصیت کم ښولو او هغو ته ازار ورکولو لپاره. 2. نصیحت باید په ښه طریقه باندي وي تر څو مقابل طرف هغه خوښ کړي او ويي منی. 3. چاته چي نصیحت کؤ. باید تنها وي چي داکار ښه تاثیر لري.او نصیحت کؤنکي باید پوه او عالم وي پر هغه څه چي وايي يي. ځکه چي په ښو دلایلو يي باید ثبوت کړي شي هغه خپله خبره . 4. وضعیت او حالت باید نظر کي ونیسو هغه چاته چي نصیحت کول ورته غواړو. باید هغه مصروف نه وي او دهغه مشکلا ت درک او په نظر کي ونیول شي. 5. داعی باید هغه څه چي وايي خپله هم عملی کړي. او داحتمالی ازارونو مقابل کي باید صبر اختیار کړي. دمبارکي ويلو آداب 1. دمبارکي ويلو په وخت کي باید له خدای تعالی نه نوموړی شخص ته دبرکت طلب وشي. 2. دمبارکي ويلو وخت کي هر څه چي پو هیږی ودي وايي. 3. مبارکي ويل دنکاح وال ته ، او دکوچنی زیږیدو ته ، پیغمبر علیه صلوة و سلام به کله چي کوچنی پیدا ؤ.مبارکي ورته ويله او دهغه خوله به يي په خرما خوږوله. 4. دمشکل خلاصیدونه وروسته او یا دنعمت په وخت کي مبارکي ويل مستحب ده. 5. دعید مبارکي ويل په دي شکل: تقبل الله منا ومنکم 6. مبارکي ويل په وظیفه کار او یا مال هم صحیح ده. د زیری آداب 1. سنت ده چي دخو شحالوونکي خبری زیری یو چاته ورکړو. هغه که دنیوي وي یا اخروي وي. 2. مریض ته زیری ورکول په دي چي دهغه گنا هونه ختمیږی. 3. طالب العلم ته باید زیری ورکړل شي چي فرشتی خپل وزرهغه ته غوړوي. 4. دظالم دمرگ وخت کي مظلوم ته زیری ورکول. 5. مستحب ده چي چا باندي زیری وکړل شي باید زیری ورکړي. 6. دزیری وخت کي چي سړی خو شحاله شي باید دشکر سجده ادا کړل شي.
دتحفی
ورکولو آداب 1. تحفه بی عوضه صدقه ده په ژوند کي که حرامه نه وي کولای شي قبوله يي
کړي.لکه پیغمبر علیه صلوة و سلام فرمايي دعوت قبول کړي،هديه مه رد کوي اومسلمان په
کتک مه وهی. 2. نبی علیه صلوة وسلام ته به کله چي تحفه راغله. نو ملگري به يي هم
په هغه کي شریکول. 3. دهديی مقابل
کي هديه ورکول هم صحیح ده.اوکه څه يي نه لرل دخیر دُعا دي ورته وکړي. 4. تحفه
ورکول نزدي خلکوته او هغه چاته چي ضرورت ورته لري ضروردي. 5. که پوه شو چي تحفه حرامه ده باید رد
شي.او که شبهه په کي وه مستحب ده هغه رد شي. 6. لويه تحفه هغه ده چي مور او پلار
ته ولیږل شي.همدارنگه مور او پلار باید خپل اولاد ته تحفه ولیږی او تعادل مرعات
کړي. 7. هديه په دي خاطر نه وي چي بدل دهغی واخلی.همدارنگه هديه ورکول په دي خاطر
چي دهغه شفاعت وکړي. دا په سود کي حسابیږی. 8. حاکم ته هديه ورکول هیڅ جایز نه دي.همدانگه
ددولت کارمندانو ته هديه ورکول هم جایز نه دي.او له مشرک نه هم هديه باید قبوله نه
شي.
دجنازی
اوفاتحه خوانی آداب قُلْ يَتَوَفَّاكُمْ مَلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ
ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (11،السجده) 1. مرگ هر وخت باید په یاد
ولرو. چي دگناهونو نه دبچ کيدو سبب کيږي. 2. دمړی مراسم دری حالته لري. اول: مراسم
په واسطه ددوستانو خپلوانو او نیکو خلکوچي داسنت دي. دوهم: دمراسمو سرته رسول دفخر
لپاره مکروه ده . دریم: مراسم دنوحی او ددي په شکل نور چي داحرام دي. 3. دمړی
کفن او دفن کي باید عجله وشي. تر څو دهغه کورنی هم ارامه شي او دمړی لپاره هم رحمت
ده. 4. دنبی علیه صلوة وسلام د ارشاد مفهوم ده. چي مړی دلمر ختو لمر لويدواوچي لمر
داسمان په نیمايي کي وي مه دفن کوي.او دشپی يي هم بغیر له ضرورته مه دفن کوي. 5. د
نبی علیه صلوة وسلام د ارشاد مفهوم ده چي دالاندي شيان باید جنازی سره مرعات شي
یعنی داسنت دي:که پیاده ورسره ؤباید دجنازی له څنگ سره ولاړ شو،که سپاره ؤ. باید
شاته يي ولاړ شو، دلاری په تگ کي باید تیزی وکړو سوکه تلل مکروه دي، له جنازی سره
باید کينو نه تر څو جنازه په ځمکه کيښودلی نه شي. 6. که دلمانځه دقضاکيدو ويره نه
وي. جایز ده چي دجنازی لمو نځ مخکي وکړو. 7. دپیغمبر علیه صلوة و سلام دارشاد
مفهوم ده چي قبر باید لحد ولري.
او په سر او پښو کي عمیق اوپراخه وي. 8. دنبی علیه صلوة
وسلام دحديث مفهوم ده. چي له مونږ نه نه ده څوک چي ځان وشکوي یا گریوان شکوي. او
یاد جاهلیت دزمانی په شان دمړی بدي او یا نیکي بیانوي. 9. مستحب ده چي دمړی دفن کي
هم باید حاضر ؤ. ځکه نبی علیه صلوة و سلام فرمايي چي داکار ددوه قراطه ثواب لري
یعنی لکه دوه غرونه. 10. دمړی نیکي بیانول او ښه خويونه يي او بدي يي نه بیانول.
اوهغه ته کنځلی نه کول. اوهغه ته دمغفرت دُعا کول. 11. د فاتحه خوانی لپاره کوم
وخت نه ده تعین . له مرگ نه شروع او هغه اول وخت کي دغم په وخت کي بهتر ده تر دری
ورځو پوری جایز ده. 12. مستحب ده چي دمړی کورنی ته غذا تیاره شي. او له هغو سره کو
مک او همدردي وشي. 13. دمړی کورنی ته په دي شکل جمله ويل هم مستحب ده(خدای تعالی
مرگ چي ستاسو خپل ته يي ورکړي. ټولو ته يي ورکوي دخدای په نزد هر څوک ټاکلی اجل
لري.پس صبر وکړي او دهغه لپاره له خدای نه خیر وغواړی). 14. په مړی باندي غایبانه
جنازه نه کيږي. 15. صدقه ورکول په روا امورو کي دمړی په ځای هم کيږي. 16. دقبر
زیارت لپاره د پند اخستلو او داخرت یاد اوری لپاره صحیح دي. 17. دُعا وخت کي باید
لاس پورته شي. او مخ په قبله دُعا وکړي.همدارنگه څوک چي په قبرستان تیریږی باید
سلام واچوي. 18. په قبر باندي کيناستل او یا تیریدل بی ضرورته ناروادي.
دخوړلو
اوڅښلو آداب يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا
رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
(172،البقره) 1. له خوړلو او څښلو نه باید هدف داوي چي قوي شي لپاره دعبادت دخدای
تعالی. 2. دسره زر او سپینو زرو په لوښو کي له خوړلو څخه منع شوي ده. ځکه چي دنبی
علیه صلوة وسلام دحديث مفهوم ده چي دالوښی په دنیا کي دکفاور لپاره او په اخرت کي
دمونږ لپاره دي. 3. دغذا حلالوالی باید مطالعه کړو . 4. یو دخوراک له آدابو څخه
داهم ده چي خپل نس په دری حصو وويشو. یوه حصه دخوراک لپاره ،یوه حصه داوبو لپاره
،یوه حصه دهوا لپاره چي داديو حديث مفهوم هم ده 5. له حد نه ډیر خوړل او یا بیخی
کم خوړل مکروه دي. ځکه چي بدن کمزوری کوي. 6. په خوړلو کي باید افراط ونه شي. لکه نبی علیه صلوة و سلام فرمايي (مومن په یوه کُلمه کي غذا
اچوي ولی کافر په اووه کُلمو کي غذا اچوي). 7. په خوړلو کي باید اسراف ونه شي. لکه
دضرورت څو برابره خوراک په دسترخوان کيښودي شي. یا قسم قسم خوراکونه. 8. مسلمان باید
دغذا خوړلو آداب زده او نو روته يي وروښيي. 9. دغذا خوړلو آداب لکه نبی علیه صلوة
وسلام خپل غلام ته وايي(ای غلام اول بسم الله ووایه،او په ښی لاس دي وخوره ،او له
خپله طرفه يي وخوره). 10. دمشرانو او بهترو په مخ کي له هغونه مخکي باید شروع نه
شي. 11. دغذا خوړلو وخت کي باید تکيه ونه وهو.او په دری شکلو ورته کينو. اول
داتحیات په شکل کيناستل،دوهم په دوه پښو جگ کيناستل، دریم ښی پښه درول او په چپه
پښه کيناستل. 12. که خوراک حاضر وي. باید هغه له لمانځه نه مخکي کړو.او په غذاکي
عجله ونه کړو. 13. له خوراک نه مخکي او وروسته باید لاس ومینځل شي. په اول کي بسم
الله او په اخیر کي الحمدلله ويل. 14. که څوک جنوب وي مستحب ده. چي دخوراک یا خوب لپاره
اودس وکړي. 15. که په اول کي يي بسم الله هیره وه. باید مابین کي ووايي چي بسم
الله اوله وآخره 16. څوک چي څه خوری اول باید هغه وپیژنی. او که دهغی غذا ډول ونه
پیژنی باید ويي نه خوری. 17. په چپ لاس باید ونه خوړل شي. ځکه په چپ لاس شيطان
خوراک کوي. په چپ لاس راخستل ديوه شي جایز دي. ولی په ښی لاس یو چاته ورکول دادب
نښه ده. 18. دغذا له منبع نه باید سوال ونه شي. کله چي یو چا درته کيښوده همدارنگه
اوبه . 19. دخوراک مساوي تقسیمول مستحب ده. او یو چاته خپله حصه ورکول هم جایزده.
20. خوراک په دری گوتو کول مستحب دي. او وروسته گوتی او کاسه سټل. 21. که گوله
ولويږی باید هغه راپورته پاکه کړي شي او بیا وخوړل شي. 22. د ډوډی مچو کول مشروع
کار نه ده. 23. غذا باید گرمه ونه خوړل شي.او عیب يي ونه ويل شي. تحقیره باید
نه شي. ځکه نبی علیه صلوة وسلام کومه غذا چي خو ښه نه وه. نه به يي خوړله مگر
دهغی په باره کي يي څه بدنه ويل.او ويل به يي چي اشتها نه لرم. 24. څښل باید په ناسته
وشي. او ورته وکتل شي. په ښی لاس او بسم الله ورته وويل شي. په دری ساه وو او په
اخیر کي الحمد لله وويل شي. 25. نفس کشول داوبو لوښی کي مکروه دي. په مات لوښی کي
څښل منع شوي. 26. دشيدو خوړلو وروسته باید دهغومسنونه دُعا وويل شي. لکه(پروردگاره
په شيدو زما کي برکت واچوه. اوهغه زیاتی کړه،څرنگه چي هیڅ شي دهغو په څیر تنده
ماتؤنکي نه ده) . 27. سنت ده چي وروسته له شيدو څښلو په خوله باندي اوبه مضمضه کړي
شي. 28. داوبو له مشک نه مستقیما او به خوړل مکروه دي. 29. مستحب ده چي او به
ورکؤنکي خپله په اخیر کي او به وڅښی. 30. مستحب ده چي دخوړلو وخت کي خبری وشي.
خبری نه کول دعجمو خصوصیات دي. 31. که مگس په غذا کي ولويږی مستحب ده. چي هغه
کاملا په کي ډوب کړي شي او بیا وایستل شي. 32. دهغه دسترخوان په سر کينا ستل چي
شراب په کي وي حرام دي. 33. وروسته له غذا نه مستحب ده. چي دغاښو منځ په خلی پاک
شي خصوصا دزیتون په خلی. 34. له آدابونه یوداچي دلاری په سر ونه خوړل شي او نوروته
ونه کتل شي کله چي هغه خوراک کوي، او دخوراک په سر باید بد او پلیت خنداور الفاظ
ونه ويل شي. 35. له خولی نه باید څه راونه ایستل شي. او بیرته په لوښی کي وانه چول
شي.او هم غذا بوي نه کړل شي. 36. مستحب ده چي گوله کوچنی واخستل شي او ښه وژويل
شي. 37. بعضی نور بد خصوصیات په خوراک کي چي باید ونه شي لکه: خوراک داسی ژويل چي
غږ يي اوریدل کيږي، گوله په خوله کي ښؤل او په گوته تخته کول، نیمه گوله خوړل او
نیمه له نوري غذا سره گډول اوبیا خوړل،اوله گوله يي نه وي خوړلی بله زر تیارول،
بغیر له غذايي مهارت نه دنورو مخکي ډوډی یاکوم خوراک اچول، له یوه لوښی نه بل ته
اچول دسړولو لپاره، لاس په ډوډی پاکول او بیا خوړل، غذا ته ورپوکول، په غذاکي ښه
شيان ځان ته ښؤل. 38. دونی میوه اول باید په مجلس کي حاضر کوچنی ته ورکول شي. 39. لويه ډوډی
مکروه ده. او برکت په کوچنی کي ډیر وي. په خرما یا کجوره پوری مربوط سنتونه 1.
روزه دار باید په خرما باندي روزه ماته کړي. 2. دپشنمی دخوراکونو له جملی نه خرما هم
کړي. 3. داختر له لمانځه نه مخکي څو خرماوي وخوری او که یوه وي بهتره ده. 4. منع
شوي چي دوه عدده خرماوي په یوه وار وخوړل شي .او همدارنگه نوري میوي. 5. دخرما
میندکه باید دمنځ او اشاری په گوته لري کړي شي. 6. دخرما منځ باید ونه گوری مگر که
زړی وي بیا صحیح ده 7. دخرما میندکه له نورو خرماؤسره یوه لوښی کي اچول مکروه دي.
8. هره ورځ سهار په خوړلو د اووه عدده عجوه خرماو شروع کوي.تر څو دخدای په خوښه له
سموم او سحر نه امان اوسی. دقضايي حاجت آداب 1. قضای حاجت باید په دری ځایو کي ونه
شي: دتیریدوپه لاره کي پټول،په مابین دلاری کي ،دونو سیوری ته. 2. له ادرار کولو
په راکد او بو کي منع شوي. 3. قضای حاجت که په خلاصه ساحه کي کول غواړی باید لري
ولاړ شي. 4. جامی باید پورته نه شي. تر څو عورت ښکاره نه شي. 5. مکروه ده چي
دستشويي ته له داسی شي سره ورداخل شي چي دخدای ذکر پری لیکلی وي. 6. په خلاصه ساحه
کي مخ په قبله یا مخ په لمر خاته قضای حاجت ته کينستو نه منع شوي. 7. مستحب ده چي
تشناب ته داخلیدو وخت کي چپه پښه اول داخله کړو او دادُعا ولولو(بسم الله الهم انی
اعوذ بک من الخبث والخبایث) او دوتلو وخت کي ښی پښه مخکي کړي او
ووايي(غفرانک،غفرانک،غفرانک الحمد لله الذی اذهب عن الاذی وعافانی). 8. ادرار کولو
ته دپښو په سر کيناستلو لپاره دوه شرطه دي اول جامی باید چټلی نه کړي دوهم له خلکو
نه باید پټ وي 9. په ښی لاس باید خپله اله ونه نیول شي او استنجا باید په ښی لاس
ونه وهل شي. 10. په هډوکي استنجا کول مکروه دي . 11. مستحب ده چي لو ټه یابل شي
کوچنی وي او کم شمیر يي دری دي. او که دری نه وی. یو هم جواز لری. 12. دقضای حاجت
وخت کي خبری کول مکروه دي. 13. وروسته له قضای حاجت باید لاس ومینځل شي. 14. ژور
ځای یا پسته خاوره باید د ادرار(میتیازی کول) لپاره انتخاب شي.او په غارو کي باید
ادرار ونه شي. ځکه چي کيدي شي کوم جانور(ساه لرونکي شي) ته تاوان ورسوي. 15. که يي
مرداړی له پښو سره ولگیده خاوره دهغی پاکؤنکي ده. دمسواک وهلو آداب 1. له مسواک
وهلو وروسته باید مسواک ومینځل شي. 2. دهر لمانځه وخت کي همدارنگه دخوب نه وروسته مسواک
باید ووهل شي. 3. په تگ کي او همدارنگه دعلماؤ په مخ کي هم مسواک وهل جایزدي. 4. مستحب ده چي
انسان په مسواک وهلو اصرار وکړي.او همدارنگه که په چا دمرگ علایم راشي. که کولای
يي شوای مسواک دي ووهی. 5. مکروه نه ده چي یوشي وغوښتل شي له چانه کله چي په دي
پوه شي چي په راکولو يي خوشحاله کيږي. دخوب کولو آداب 1. لیږ مخکي له دي چي ويده
شي له خپل ځان سره حساب وکړي. 2. له خوب نه مخکي ورونه بند او اور مړ کړي.ځکه دنبی
علیه صلوة وسلام داحاديثو مفهوم ده. چي اور دښمن ده پس مړ يي کړي. او ور په بسم
الله سره بند کړي. چي بند ور بیا شيطان نه شي خلاصولی. 3. دنبی علیه صلوة وسلام
دحديث مفهوم ده. چي لوښی پټ کړي. او دمشکونو خولی هم وتړی. ځکه چي په کال کي
یوه شپه وبا نازلیږی. او په لوښو اوخلاصو مشکو کي لويږی. 4. مخکي له خوب نه اودس
کول مستحب ده. او باید په خپله لمن باندي بستره دری واری ټک وهل شي.په بسم الله سره.
5. مخکي له خوبه اذکار باید پوره کړي. او بیا په ښی اړخ باید پر یوزی او دا دُعا
وکړي (الهم باسمک اموت واحیا).او ایه الکرسی او اخیر دری سورتونه په ځان دم کړي
شي. او لاس په ځان راکش کړي شي. 6. په تنهايي خوب کول مکروه دي. همدارنگه په نس
باند ی پریوتل(پړمخی ) هم مکروه دي. ځکه نبی علیه صلوة وسلام دارقم پریوتل
ددوزخیانو ښؤلی.او په بام چي دور يي حصار ونه لري هم مکروه دي. 7. بهتره ده چي
دلمر ختو نه مخکي ويده نه شو. دحديث مفهوم ده چي نبی علیه صلوة و سلام فرمايي چي خدای
تعالی په سهار کي زما په امت برکت نازلوي. 8. دحديث مفهوم ده چي څوک دشپی په
اوداسه اوپه ذکر ويده شي. او دشپی راپاسی هر څه نیکي ددنیا او اخرت چي له خدای نه
وغواړی خدای تعالی يي ورکوي. 9. نبی علیه صلوة و سلام فرمايي چي رښتیا خوب دنبوت
شپږ څلویښتمه حصه ده. 10. رښتیا ويؤنکي خلک په خوب لیدلوکي رښتیا ويونکي په خبروکي
دي. 11. خوب لیدل دری ډوله دي. رحمانی خوب، نفسانی خوب، شيطانی خوب. 12. څوک چي غواړی
صادقانه خوب ووينی باید رښتیا خبری وکړي.اوحلال مال وخوری.شرعی امورو مطابق زندگی
تیره کړي. او له نواهیو څخه ځان وساتی.او په کامله پاکي سره په ښی اړخ او په ذکر
سره ويده شي. 13. صادقانه رويا دسحر په وخت کي ده اول دشپی کي صحیح نه ده. 14. که
چا ښه خوب ولیده باید دخدای شکر ادا کړي. دو ستا نو او خپلوانو ته يي ووايي اوهغه
په نیک فال ونیسی.او کبر ونه کړي. اوکه يي بد خوب ولید. دنبی علیه صلوة وسلام
دارشاد مفهوم ده چي چپ تخرگ ته به دری واری تف کوي. او دادُعا به وايي(اعوذ باالله
من الشيطان الرجیم ومن شر هذه الرويا) او هغه خوب چا ته ونه وايي. او اودس وکړي او
دوه رکعته لمو نځ وکړي. 15. دخوب تعبیر کله په قران یا په سنتو یا دمعنی په اساس
او کله هم په معنی دضد هغه شي تعبیریږی. 16. دخوب نه راپاسیدو وخت کي باید دادُعا
وويل شي (الحمدلله الذی احیانا بعد ما اماتنا والیه النشور).
دجامو
او ښایست آداب 1. ستر عورت پټول واجب ده.او داسی لباس چي ښځی او سړی سره برابروي
حرام ده. 2. لباس چي هغه باندي عکس رسم وي اغوستل يي حرام دي. ملایکي هغه منزل ته
نه داخلیږی چي هغه کي تصوير وي. 3. نبی علیه
صلوة وسلام به ټول هغه شيان چي په هغوبه دصلیب شکل ؤ له کوره ایستل. 4. طلا او
دوریښمو لباس دنرو لپاره حرام دي.همدارنگه دفخر لباس حرام ده. 5. سنت ده چي دنرو
لباس لنډ او دښځو لباس اوږد وي. 6. جامی باید له ښی طرفه واغوستل شي سنت ده. 7.
سنت ده هغه څوک چي نوي جامی اغوندي باید ورته دادُعا وويل شي(البس جديدا وعش حمیدا
ومت شهیدا). 8. سپینی جامی اغوستل مستحب دي.او نبی علیه صلوة وسلام له جامو نه چي
په شيره دگل کافیشه رنگ شوي وي اويا کاملا قرمز رنگ ولري منع کړي. او فرمايي چي
داقسم لباس دکفارو وي دالباس مه اغوندي. 9. له عطرونه استفاده کول مستحب ده. او
تحفه يي باید رد نه شي. 10. رانجه وهل دښځو لپاره زینت او دنرو لپاره دوا ده. او
باید طاق واری ووهل شي. 11. گوتمی دنرو لپاره جایز دي.مگر مستحب نه ده. دسرو زرو گوتمی
دنر لپاره ناجایزدي. دسر دويښتانو مربوطه آداب 1. دسر ويښتان خریل په لاندي حالاتو
کي مستحب دي.(کله چي کافر مسلمان شي، دکوچنی پیداکيدو په اؤمه ورځ، کله چي څوک
ښایسته وي باید دسر ويښتان وخريي تر څو دفتنی سبب ونه گرځی). 2. مستحب ده چي دسر
ويښتان په مابین دسرکي نیم یوي او نیم بلی خواته واړول شي. 3. مستحب ده چي ويښتان
دسر دنبی علیه صلوة وسلام په شان کړو دنبی علیه صلوة وسلام ويښتان به چي لوي ؤ تر
غاړی به رسیدل او چي لنډ به ؤ دغوږو تر نرمويو به رسیدل. 4. دبعضی ويښتانو خریل او
دبعضو پریښودل مکروه دي نبی علیه صلوة وسلام منع تری فرمایلی. 5. له دي نه منع شوي
چي دويښتانو ظاهری شکل ته زیاته توجه ورکړل شي. مگر نظافت ته يي باید توجه وشي. 6.
نبی علیه صلوة وسلام یو چا ته ويلی کله چي دهغه ويښتان گډوډ ؤ.مفهوم يي ده چي جای
نه شي پیداکولای چي ويښتان غوړ کړي غمنځ يي کړي. 7. دسر ويښتان له شرعی لحاظه پاک دي. 8.
له سر نه دسپینو ويښتانو کيښلو نه نبی علیه صلوة وسلام منع فرمایلی. 9. رنگ کول
دويښتانو سنت ده. ولی نه په تور رنگ. ځکه دنبی علیه صلوة وسلام دحديث مفهوم ده. چي
داخلک به دجنت بوي هم ونه وينی. 10. دويښتانو خرڅول جایز نه دي. همدارنگه دانسان
له نورو اعضاو نه استفاده کول جایزنه دي.
دجامت
کولو آداب 1. نبی علیه صلوة و سلام فرمايي. چي شفاء په دری شيانو کي ده(دشاتو
شربت،دجامت چاړو،داور داغ). 2. جامت کول دپنجشنبی په ورځ چي دهجری میاشتی له
اوولسمی، نهه لسمی ،او یوویشتمی سره سمون وخوری بهتر ده. 3. له جماع وروسته او یا
له غسل وروسته جامت مکروه ده. 4. په جامت کي باید له پاکو وسایلو نه استفاده وشي.
5. دمیاشتی په دریمه هفته کي جامت کول فاید ه مند دي.
د
بدنی ورزشونو آداب 1. له ورزش او سپورت کولو نه هدف باید قوي کيدل لپاره دعبادت
دخدای تعالی وي. 2. دغیشي ويشتلو او د اسپ سواری مسابقه کي باید اصرار وشي. 3.
سپورت باید دخدای له یاد نه مونږ غافله نه کړي. او باید ستر عورت مو ښکاره نه شي.
4. ورزش مو باید له کافرانو او مشرکانو سره مشابه نه وي. دلاری آداب وَعِبَادُ
الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرضی هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ
الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (63،الفرقان) 1. پیغمبر علیه صلوة و سلام منع کړي
له دي نه چي څوک دلاری په سر کينی. 2. دسترگو دنظر حفاظت کول، دضرر شي له لاری نه لري
کول. 3. دسلام جواب ورکول او امر په معروف او منع له منکر نه واجب ده. 4. رهنمايي کول دهغه چا چي دلاری په باره کي سوال کوي.او یا ړوند
وي. 5. دلاری په سر یا دخلکو دديوالو سوری ته قضای حاجت کول حرام دي. 6. کومک کول
له هغه چا سره چي خپل سامان نه شي وړی. 7. سلام اچول ، په ذکر سره تگ با وقاره
آرام تگ کول. 8. پیاده تگ هم باید دخدای تعالی درضا لپاره وي.نه دغلط هدف لپاره
ځکه نبی علیه صلوة و سلام فرمايي چي پښی هم زناکوي. او زنا دهغو په لاری تگ ده. 9.
دتکبر په شکل په لاری تگ منع ده. ځکه دادقارون کار ؤ. چي اوس هم په ځمکه کي روان ده. په ناز
تگ صرف دجهاد په لاره کي په کار ده.
10. په لاره تگ کي باید سر کته تیز بهتر او ارامتر ولاړ
شي. 11. پیغمبرعلیه سلام به کله چي په لاری تو نوروته به يي نه کتل. او په سستی
اود ناتوانی په شکل به نه تو. 12. ښځی باید یوه طرف دلاری ته ولاړی شي.او یو عالم
وايي چي په لاره کي یو اوبل طرف ته کتل دحماقت علامه ده. 13. څوک چي په چا پسی تر
شا ځی باید ښی لاس ته حرکت وکړي. 14. نبی علیه صلوة وسلام به زیات ذکر کاوه. او لږ
خبری.په لاره تگ کي له کونډو او بیچاره گانو سره يي باک نه لاره . 15. دضرورت وخت
کي تیز تگ هم جایز ده. په جادو کي باید منډی ونه شي او دخلکو دتیریدو لپاره لاره
خلاصه شي. 16. که په چهار پای باندي بوج نه وي. ډبل هم سوریدای شي.له چارپای نه
باید دمنبر په حیث استفاده ونه شي.
دجمعی لمانځه ته تگ پیاده بهتر ده. او که مسجد لري ؤ.
بیادي یو څه پیاده او یو څه دي سپور ولاړ شي.
دپڼو
او بوټو پښو کولو آداب 1. په پښو کولو کي اول باید ښی پښه مخکي کړو. او په ایستلو
کي اول چپه پښه باسو. 2. په ناستی پښو کول بهتر دي. او نبی علیه صلوة وسلام منع
فرمایلی له دي نه چي ديو بوټ تار پری وي او په یوه بوټ کي ځی. یا باید دواړه په
پښو شي او یا دواړه وایستل شي. 3. سنت ده چي
کله لوڅی پښی هم ولاړ شو.په منا سبو ځایو کی. 4. زیات صندل پښو کول مستحب دي. او
لمو نځ هم ورسره جایز ده.
د
سفر او گرځیدلو آداب 1. دسفر او گرځیدلو مربوط احکام باید مطالعه کړي. 2. دسفر
دټولو اړخو لپاره امادگی ولري ،قران او نورعلمی کتابونه له ځان سره ويسی. 3. کله
چي یو ځای ته ورسیږی. باید استراحت لپاره ودریږی. او دا دُعا ووايي(اعوذ بکلمات
الله التامات من شر ما خلق). او که دادُعا هر سهار او ماښام ووايي. د لړم چيچل هم
ورته ضرر نه رسوي. 4. په کوم ځای کي چي پاته کيږي. باید قبله او دلمانځه جای مشخص
کړي. 5. دقضای حاجت په ټولو آدابو مرعاتولو سره وروسته کامل اودس وکړي. که او به
نه وي تیمم دي ووهی. 6. که څوک نه وي هم اذان دي وکړي. او لمونځ دي وکړي. 7. مستحب
ده چي دسهار لمونځ اوږد کړي، او دشپی لمونځ په نیمه شپه کي وکړي. 8. که مستقیما په
ځمکه سجده وشي بی له فرش او نور څه نه بهتره ده مگر باید له خاورو او ډبرو سره په
لمانځه کي بازی ونه شي. 9. دسهار او جمعی په لمانځه محافظت ولري. او دسهار او شپی
سنت په سفر کي هم ترک نه کړي. 10. که دشهر نه لري وي. او دجمعی اذان وانه وری. دجمعی
لمونځ پری لازم نه ده ولی که آذان واوری دجمعی لمونځ پری واجب ده. 11. دخوب کولو
وخت کي باید خپله بستره ټک وهل شي.او دونی یا ډبری له خوا سره دخوب کولو وخت کي
باید دخدای ذکر وشي. 12. سفر یوه برخه
دعذاب ده. دنبی علیه صلوة وسلام دارشاد مفهوم ده. چي سفر یوه څنډه دعذاب ده. چي
تاسی له غذا اوبو او خوب نه منع کوي. پس کله مو چي ضرورت پوره شي. زر خپل کور ته
راوگرځی. 13. دخدای په امانی وخت کي باید مسافر ووايي(أستودع الله دينک وأمانتک
وخواتیم عملک). او مقیم دادُعا ورته ووايي(أستودعکم الله الذی لا تضیع ودإعه). 14.
له سفر نه مخکي اود تلو وخت کي باید استخاره وکړي.وصیت ولیکي. 15. له ټولو گناهونو
نه توبه وکړي.دخلکو امانتونه ورته وسپاری. او له والدينونه اجازه واخلی. مال او
پیسی دکورنی لپاره پریږدي. 16. مستحب ده چي دسفر وخت کي له نورو نه دوصیت او دُعا غوښتنه
وکړي. کله چي یو نفر له نبی علیه صلوة وسلام نه د وصیت غوښتنه وکړه. مفهوم يي ده چي
نبی علیه صلوة وسلام دتقوا وصیت ورته وکړ. او دايي ورته وويل چي کله په لوړ ځای
خیژی. الله اکبر وایه. 17. دسفر وخت کي باید خپل دينی ورور له دُعا نه هیر نه شي.
ځکه چي سفر کي دُعا مستجابه وي. 18. تنها سفر مکروه ده. او له دری نفرونه زیات سفر
کوونکو لپاره مستحب ده. چي آمر تعین کړي. او سپی یا زنگ له ځان سره په سفر کي وړلو
نه منع شوي. 19. منع شوي له دي نه چي ښځی بی له محرمه سفر وکړي. 20. دپنجشنبی په
ورځ سفر کول مستحب ده. او وروسته له آذان دجمعی نه سفر کول جایز نه ده. 21. هم
کاسه کيد ل په سفر کي مستحب ده. یعنی هرڅوک چي څه دخوراک لپاره لري باید ملگری ته هم
تعارف وکړي. 22. مسافر څومره چي امکان ولري. باید هغه وسایل چي دسهار لمانځه ته يي
بیداروي له ځان سره ويسی. 23. له سفر نه راگرځیدو وروسته اول باید دوه رکعته لمونځ
په مسجدکي وکړي. او دشپی کور ته رارسیدل مکروه دي. 24. کله چي له چا سره سفر کوي. یوله
بله سره همکاری کوي. او تکبر او ځان بهتر لیدل پریږدي. 25. پیغمبر علیه صلوة و
سلام به کله چي سفر ته تو. نو پنځه شيان به يي له ځان سره وړل.آینه، رنجلومه،
ناخون گیر، مسواک، غمنځ. 26. سفر کول دشپی بهتر دي . او په سهار کي مستحب ده. 27. تحفی باید
کورنی ته راوړل شي. ځکه چي هغه پری خوشحالیږی. 28. له سفر نه راگرځیدو وروسته باید
یوبل په غیږکي ونیسی. سلام واچوي جگ شي او استقبال ته ورشي. او غذا لپاره
دمیلمستیا تیاره کړي.
دباران
غوښتلو آداب وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ
وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا (48؛الفرقان) 1. کله چي دباران اوبه
ډیر وخت نه وي وچکالی وي. نو امام خلک روژی نیولو او صدقی ورکولو ته مخکي له وتلو
لپاره دباران غوښتلو هڅوي. 2. دوتلو لپاره ورځ باید مشخصه او وخت تعین شي. پیغمبر
علیه صلوة و سلام به دسهار په وخت کي اوت. 3. دباندي تگ لپاره دباران غوښتلو بهتر
ده. چي په زاړه لباس عاجزی سره او په ژړا
او اوښکو تويدلو سره ووزی. 4. ښځی او بچي يي هم ورسره وي. او دلمانځه لپاره يي
آذان او اقامت ته ضرورت نشته. لمونځ او وروسته دُعا وشي. 5. دباران وخت کي باید جامی ورپورته
کړي. او ځان په دي مبارکو اوبو لوندکړي. او دادُعا ووايي(الهم صیبا نافعا):خدایه داباران
دی گټه او نفع وي. 6. او بیادي دخدای په یووالی اقرار وکړي. او دادُعا دي ووايي(مطرنا
بفضل الله ورحمته):دخدای په فضل او رحمت په مونږ باران راغی. 7. داويل حرام دي چي
ووايي. چي په مونږ دپلانی وریځی په واسطه او سبب باران وشو. 8. دباران او به پاکي
دي. 9. دتالندي اوریدلو وخت کي دری واری ووایاست(سبحان من یسبح الرعد بحمده
والملایکه من خیفته):پاک ده هغه خدای چي تالنده دهغه صفت او پاکي بیانوي.او ملایکي
هم دهغه له ويری تسبیح بیانوي). 10. دباد لیدلو وخت کي باید ووايي(خدایه مونږ له
تانه خیر ددي باد او خیر دهغه څه چي په هغه کي دي اوخیر دهغه څه چي دي باد ته دي
امر کړي غواړو. او له شرددي باد نه او شر دهغه څه چي په هغه کي دي اوشر دهغه څه چي
هغه ته دي امر کړي تا ته پناه در وړو). 11. پیغمبر علیه صلوة و سلام فرمایلی دوه
شيان هیڅ وخت نه رد کيږي. دُعا د آذان په وخت کي او دُعا دباران لاندي.
دکورونو
آداب 1. باید پوه شو چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم طریقه بهترینه طریقه ده.
رسول الله صلی الله عليه وسلم پوهیده. چي دنیا دسفر سرای ده.نه دپاته کيدلو، نو
کور يي هم دضرورت په اندازه جوړاوه. چي دنورو له
لیدلو نه پټ وي. او دگرمی او یخنی باد او باران نه محافظت وکړي. 2. رسول الله صلی
الله عليه وسلم کور په گچو او نورو شیانو نه ښایسته کاوه. کور يي دډبرو نه ؤ. چي
دړنگیدو خطر يي ولري.کور يي ډیر نه جگاوه. او نه يي زیر زمینی وي په کي کښلی
دمخکنیو ظالمانو په څیر. 3. دکور نه د وتلو وخت کي باید دادُعا وويل شي(بسم الله
توکلت علی الله ولا حول ولا قوه الا بالله). 4. دکور ته داخلیدلو وخت کي باید
ووايي(بسم الله ولجنا وبسم الله خرجنا وعلی ربنا توکلنا) او بیا سلام واچول شي. 5.
کور کي باید خپل کارونه خپله وشي. لکه جامی مینځل، جامی جوړول اونور.
دهمسایه
توب آداب 1. په همسایه باندي باید شفقت وکړو. او احترام يي وکړو.دشمنی او کينه په
مابین دهمسایه گانو کي حرامه ده. 2. دپیغمبر علیه
صلوة و سلام دحديث مفهوم ده. چي ایمان نه لري هغه څوک چي همسایه دهغه دلاس نه په
امن نه وي. 3. دحديث مفهوم ده چي همسایه باید ددي مانع نه شي. چي دخپل همسایه بازو
په خپل ديوال پریږدي کله چي هغه اتاق جوړول غواړی او تاته په کي څه ضرر هم نه
وي.او بله دحل لاره هم نه وي. 4.
دهمسایه راز باید ښکاره نه شي. هغه ته باید هديه ورکړل
شي. دخوشحالی وخت کي باید مبارکي ورکړل شي. او دغم وخت کي تسلیت ورکړل شي. 5. خپل
ور باید په همسایه بند نه شي. دحديث مفهوم ده چي څوک موړ وي او همسایه يي وږی وي.
مومن نه ده. 6. دکور ساختمان دومره پورته نه شي. چي لمر او باد په همسایه باندي بند
شي. 7. هغه ته امر په معروف او منع له منکر نه وشي. بی له دي نه چي هغه بی ابرو
کړی. دهغه له خطا ؤ نه باید خوشحاله نه شي. او په خطاؤ يي باید سترگی پټی کړي. او
دهغه ازار چي ده ته يي رسوي تحمل کړي. دمریض پوښتنی آداب 1. دمریض پوښتنه کول زیات
ثواب لري. دحديث شریف مفهوم ده. چي څوک سهار ديو مریض پوښتنی ته ورشي. تر ماښامه
اویا زره فرشتی درود پری وايي. او چي څوک ماښام ديو مریض پوښتنی ته ورشي. تر سهاره
اویازره فرشتی درود پری وايي.
2. مریض ته دصبر او تحمل او الهی فیصلی توصیه وشي. او
مریض هم باید له صحت پیدا کولونه نا امیده نه شي. او دمرض دسختی وخت کي د مرگ توقع
ونه کړي. 3. دمریض پوښتنی وروسته زر هغه ځای ترک کړي. مگر که دهغه زړه غوښتل بیا خیر ده.
4. مریض ته دخیر دُعا وشي. چي ملایکه امین پری وايي. 5. مریض ته باید دا دُعا وشي(
أسأل الله العظیم رب العرش العظیم أن یشفیک):له لويه خدایه رب دلوي عرش نه غواړو
چي تاته شفا درکړي. 6. له حضرت عایشي رضی الله عنها نه روایت ده. چي وايي"کله
به چي دکورنی یو غړی مریض شو. پیغمبر علیه صلوة و سلام به سوره فلق، ناس او اخلاص
ويل او په مریض به يي دمول". 7. دگل دسته راوړل دمریض لپاره ديهودو او نصارأو
سره مشابهت ده. 8. کله چي دمریض دمرگ وخت رانژدي شي. شهادتین ورته تلقین شي. او له
مرگ نه وروسته يي باید سترگی پټی شي. او دُعا ورته وشي.
دبازار
آداب رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ
وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ
الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ (37،النور) 1. دبازار ته داخلیدلو
دُعا"لا اله الا الله وحده لا شریک له له الملک وله الحمد یحيي ويمیت وهو حی
لا یموت بیده الخیر وهو علی کل شيء قدير". 2. ضرور ده چي مسلمان داخستلو او
خرڅولو احکام زده کړي. او په تول کي کمی ونه شي. 3. له تقلب، احتکار او تور بازار
نه منع شوي. اوهم له دي نه چي په یوچا شي قیمته خرڅ کړي. اوبیا يي بیرته په کم
قیمت له هغه نه واخلی. 4. له صود خوړلو نه ځان وساتی. او په معامله کي صادقه واوسی. 5.
نه باید خراب مال دښه مال منځ کي پټ شي. تر څو خریدار پری غلط شي. 6. له خرڅولو دشيانو
چي تر اوسه يي مالک شوي نه وي. او یايي لاس ته راوړی نه وي. منع شي. 7. په خرید او
فروش کي باید اسانی او نرمی وشي. او د دشمنی په شکل غږ پورته نه کي. 8. دپیغمبر
علیه صلوة و سلام دصفاتو باره کي راځی چي"پیغمبر علیه صلوة و سلام چاته کنځلی
نه کولی، او په بازار کي يي چغی او شور په کار نه اچاوه، او ديو چا دبد کار فحش
جواب يي نه ورکاوه، بلکه هغه ته يي لاس ورکاوه، او بخشو يي". 9. کله چي خرید
او فروش کوي. شاهد ونیسی او خط ولیکي.
10. بازار باید له خرڅولو دټولو هغو شيانو چي حرام وي
پاک شي. 11. په دين باندي پابند اوسي. او دلمانځه وخت کي په خرید او فروش مشغول نه
شي. دوالدينو
داحترام آداب وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ
إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا
فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا
(23،الإسراء) 1. نیکي له والدينو سره زیات ثواب لري. له نیکو اعمالو څخه ده.
تاریکي او غم له منځه وړی. 2. له نبی علیه صلوة وسلام نه پوښتنه وشوه. چي کوم عمل
دخدای تعالی په نزد قیمتی ده . ځواب يي ورکړ. چي مفهوم يي ده چي اول لمونځ په خپل
وخت سره،بیا نیکي له والدينو سره ،بیا جهاد دخدای په لاره کي. 3. هغو ته باید دُعا
وشي. سر يي مچو شي. او دلیدلو وخت کي باید ور سره خوش رو و او سي. 4. دوالدينو نذر
باید آدا شي. او دهغو ددوستانو احترام باید وشي. 5. هغو ته هديه ورکړل شي. هغه
باید له نورو نه مخکي وگڼو.او دمریضی په شپو کي يي شپه ويښه تیره کړو. 6. هغو ته
باید اهانت ونه شي. بلکه ښه خبره باید ورته وشي. 7. هغو ته احترام او هر څه چي غواړی
باید ورکړل شي. او بحث ور سره ونه شي.
8. کله چي هغه راشي. باید ورته جگ شي. داحترام په خاطر
دهغو په مخ کي باید پښی ونه غزول شي. 9. منع کول دهغه چا چي خپل مور او پلار ته بد
وايي. 10. دغږ په وخت کي يي باید زر جواب ورکړو.او له والدينو پورته ځای کي نه کينو. 11. وروسته له
مرگه يي دُعا ورته کول،دوصیت عملی کول يي،صله رحمی له هغه چا سره چي هغو ته نږدي
ؤ،او احترام يي دوستانو ته. دبچيانو دتربیه کولو آداب 1. که په مسجد کي دتکلیف رسولو ويره نه
وي نو بچيان باید مسجدته تگ باندي عادت کړي. 2. هغه علم ته وهڅوي. او په هغه باندي
صبر ته.او دقران علم ور وښایاست. 3. داسلامی قهرمانانو او اسلامی جنگو او
دمسلمانانو دکامیابیو قصی باید خپلو بچو ته وکړل شي. 4. دمشرانو احترام هغو ته ور
زده کړي. او مجلسو ته يي له ځان سره بوزی. 5. مردانه ورزشونه لکه غیشي ويشتل،شنا
او دآس سوارلی هغو ته ور زده کړي. 6. بچيان باید له رقص نه له نزديکت ښځو ته او هم
له آرایش نه منع شي. 7. له توهین کولو نه کوچنیانو ته خصوصا دنورو مخکي جداً ځان
وساتی.دهغه فکر سپک مه گڼی.او هغه بحث کولو ته تشويق کړي. 8. هغو ته باید سلام
واچول شي. او له هغو سره باید مشوره وشي. او نظر يي وغو ښتل شي. 9. مسولیت نظر
دهغه قدرت ته ور وسپارل شي. او دهغو پټ راز باید ښکاره نه شي. 10. له تنبلی او
بیکاری نه باید منع شي. همدارنگه له خپلی مخی کارونو نه. او له خرابو مجلسونو نه
باید منع شي.
د خپلوانو داحترام آداب فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرض وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ (22) أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ (23،محمد) 1. صله رحمی پری کول له کبیره گناهونو نه ده. نو له خپلوانو سره باید نیکي وکړي شي. 2. له فقیرو خپلوانو سره کومک وکړي شي. او دهغو ضرورتونه پوره کړي شي. 3. له خپلوانو سره که کافر هم وي صله رحمی وشي.او دخپل حق په خاطر خپلوي پری نه ښودلی شي.
له
دوستانو سره دکيناستلو آداب 1. داسی کس دناستی پاستی لپاره انتخاب کړي چي دين
اخلاق او امانت په ظاهر او باطن ولري. 2. پیغمبر علیه صلوة و سلام فرمايي"
بغیر له مومن انسان نه له چا سره مه هم نشين کيږه او غذا بغیر له متقی نه له چا
سره مه خوره". 3. بهتره ده چي علت ددوستی او همنشينی فقط دخدای په خاطر وي.
او څوک چي دارقم دوستی کوي باید مقابل طرف هم خبر کړي. 4. له دوستانو او ملگرو سره
باید په خلاصه ټنډه او مهربانی رفتار وشي. ځکه نبی علیه صلوة و سلام فرمايي مفهوم
يي ده. چي خلاصه ټنډه له دوستانو سره څه کمه هم له امر بلمعروف څخه نه ده. 5. نبی
علیه صلوة و سلام منع کړي له کيناستلو له هغه چا سره چي علمی فایده نه لري. 6. له
دوستانو سره دوکه ونه شي. او دخدای ددين مطابق رفتار ورسره وشي. او په نیکو امر او
له بدو څخه منع شي. 7. ددوستانو او ټولو مسلمانانو په خپل منځ کي باید تواضع او
خاکساری وشي. مفهوم دحديث ده چي څوک دخدای په خاطر تواضع کوي. خدای تعالی يي مقام لوړ وي. او څوک چي بخښنه کوي عزت يي
زیاتیږی. 8. له دوستانو سره باید ښه اخلاق،نیک گمان کول. او خبری يي باید په ښو
تعبیر شي. 9. کينه باید له دوستانو سره و نه شي. او خطاگانی يي وبخښل شي. او دخطاکولو په
وخت کي باید معذرت تری وغوښتل شي. 10. له بدو الفاظو او بدو نومونو نه او هم
دارنگه له کفر گويي او مسلمان ته له کافر،فاسق، منافق،مرتد او مشرک له ويلو نه
باید ځان وساتو. 11. دمسلمانانو منځ کي باید صلح وشي. او راز دمسلمان باید نورو ته
ونه ويل شي. او عیبونه يي باید پټ شي. 12. ددوستانو مخ کي باید حجاب او حیا وشي.
او له هغو سره وعده خلافی ونه شي. 13. ددينی ورور له نامه دپلار له نامه او ادرس
نه يي باید پوښتنه وشي. او دهغو خدمت وکړل شي. دهغه ملاقات وشي. او له هغه نه ځان
پټ نه کړي. 14. دنبی علیه صلوت وسلام دحديث مفهوم ده. چي څوک کورنی پیوند
خويشاوندي او خپلوي پری کوي. جنت ته به داخل نه شي. 15. ددوست په ازار صبر وکړي. او له هغه
نه کرکه ونه کړي. او هغه ته دعا وکړي. 16. دحديث مفهوم ده چي څوک یو کال په دينی
ورور باندي قهر وي. لکه دهغه وينه يي چي توي کړي وي. دبحث کولو آداب 1. عقل باید له
قران او سنت نه مخکي نه کړو. اول باید قران او سنت ته رجوع وشي. 2. ددين په باره کي
باید معلومات ولري. او له حقیقت څرگنديدلو وروسته باید بی له تعصبه يي ومنی. 3.
دمخالف طرف دلایلو ته غوږ ونیسی.او عصبانی نه شي. 4. په بحث کي باید اخلاص ولري. او نیت يي
صرف دحقیقت پیداکول وي. په مخالف طرف ښه گمان ولري. او دهغه شخصیت ته ضربه ونه
رسوي. 5. انتقاد او پیشنهاد باید قبول کړي. او له مخالفت نه ځان وژغوری. له ښځو
سره دمعاشرت آداب 1. دنبی اکرم صلی الله علیه وسلم دارشاد مفهوم ده. چي څوک د واده
کولو وس لري. واده دي وکړي. ځکه چي واده سترگی پټوي. او دعورت حفاظت کوي. او څوک
چي يي وس نه لري روژه دي نیسی. چي روژه شهوت کموي. 2. له ښځو سره باید په نیکي
چلند وشي. او په هغو مهربانه و اوسي.او دخیر دعا ورته وکړي. 3. دهغو په ناشکری صبر
وکړي.او په بديو يي سترگی پټی شي. 4. له ښځی سره یو ځای کيدل دمیړه له واجبو حقوقو
څخه ده. 5. ديو ځای کيدو وخت کي باید دا دعا وويل شي.(بسم الله اللهم جنبنا
الشيطان وجنب الشيطان مما رزقتنا). 6. مستحب ده چي ديوځای کيدو وخت کي ځان پټ کړي.
او د جنوب سړی لپاره چي دوهم وار یوځای کيدل غواړی. مستحب ده چي اودس وکړي. 7. له
ښځی سره دزناشويي راز ښکارول ددواړو له طرفه حرام ده. 8. که سړی څو ښځی ولري. واجب
ده. چي دهغو ترمنځ عدالت مرعات کړي. 9. د واده وخت کي لاس دښځی په سر کيږدي. او
دعا ورته وکړي. 10. دښځی او میړه لپاره مستحب ده. چي یو ځای دوه رکعته نفل وکړي.
له خدمتکارانو سره دچلیدلو آداب 1. له خادم سره نیکي کول. او دهغه خطاوي بخښل. 2.
خادم باید ونه وهل شي. ځکه نبی علیه صلوة و سلام منع کړي. دهغه چا له وهلو نه چي لمونځ
کوي. 3. د بدگمانی نه پرهیز له پاره دخادم نه باید حساب واخستل شي. 4. څه چي اغوندي
باید خادم ته يي هم ورکړي. څه چي خوری باید خادم ته يي هم ورکړي. 5. نفقه ورکول
خادم ته صدقه حسابیږی. 6. داسی کار باید ور ونه سپارل شي. چي په توان کي يي نه وي.
دکوچنی دنیا ته راتلو وخت کي آداب يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَنْ
يَشَاءُ الذُّكُورَ (49،الشورا)
1. دکوچنی دنیا ته راتلو سره باید دخدای شکر آدا شي.
دهغه نعمت په خاطر چي ده ته يي ورکړي. 2. پلار ته يي زیری ورکول په راتگ دنوي پیدا
شوي. 3. که چيری کوچنی جنکي وه. باید خفه نه شي. ځکه چي دادجاهلیت له کارونونه دي.
4. دکوچنی
په ښی غوږ کي باید آذان وشي. 5. سنت ده چي په اوومه ورځ دپیدایښت يي که بچي ؤ. دوه
مږان او که لور وه یو مږ حلال کړي. او سر يي وخريي. او ښه نوم پری کيږدي. او که
مخکي له اوومی ورځی مړ شو. نو بیا مږ نه پری حلالیږی. 6. ښه نومونه دخدای په نزد عبدالله او
عبد الرحمن دي. او نوم انتخابول دپلار حق ده. ولی مستحب ده. چي له مور سره يي هم
مشوره وشي. 7. سنت کول يي سنت دي. او دسر ويښتان يي باید وخریل شي. او دهغو په وزن
نقره (سپین زر) صدقه شي. دکتاب امانت ورکولو آداب 1. دکتاب امانت ورکول یو رقم
دعلم دنشرولو لاره ده. له امانت ورکؤنکي نه باید مننه وشي. او دخیر دعا ورته وشي.
2. په امانت اخستونکي دکتاب باندي واجب ده. چي زر امانت ادا کړي. 3. په کتاب که څه
لیکل بغیر د مالک له اجازی يي صحیح نه ده. همدارنگه کتاب جوړول یاتغیر په کي
راوستل بی دمالک له اجازی جایز نه ده.
دپرنجی
کولو آداب 1. پرنجی کول په پوزه کي د جمع شوو بخارونو دوتلو او دسلامتی سبب گرځی.
نو په کار ده چي شخص دخدای شکر ادا کړي. او الحمد لله ووايي. 2. څوک چي مجلس کي
حاضروي. او پرنجی واوری. وروسته دپرنجی کوونکي شخص له الحمد لله ويلونه وروسته فرض
کفايي ده چي یو تن یرحمک الله ووايي. او په ټولو باندي ويل يي مستحب ده. 3. وروسته
له یرحمک الله ويلو نه به پرنجی کوونکي په ځواب کي ورته وايي (یهديکم الله ويصلح
بالکم). 4. دجمعی دخطبی په وخت کي جواب ورکول
پرنجی کؤنکي ته جایز نه ده. ځکه چي هلته سکوت کول واجب ده. 5. که چيری یو چا پرنجی
وکړ. او پوه نه شوي چي ده الحمد لله ويلی او که نه. نوبیا به ورته وايي(یرحمک الله
إن کنت حمدت الله). 6. مومن بنده خدای تعالی خوښوي. او هغه څه چي خدای تعالی يي
خوښوي. نو مومن بنده يي هم خوښوي. الله جل جلا له پرنجی خوښوي. نو مومن يي هم باید
خوښ کړي. داسويلی کشولو آداب 1. داسويلی کشولو وخت کي مستحب ده. چي خوله خلاصه نه
کړي.ځکه دنبی علیه صلوة و سلام د حديث مفهوم ده. چي خوله وازول د شيطان عمل ده. پس
څوک چي خوله خلاصه کړي. او هاه وکړي هغه شيطان وخنداوه. 2. اسويلی کشول دسستی له وجی کيږي. او
دزیات خوراک له وجی. نو په کار ده چي خوراک او څښاک کم کړي. 3. که يي خوله نه شوای
بندولی. نو دلاس چپ طرف دي خولی ته ونیسی.ځکه نبی علیه صلوة و سلام فرمايي چي له
خولی وازولو سره داسويلی په وخت کي شيطان بدن ته داخلیږی.
دارگمی
کولو آداب 1. ارگمی هغه غږ ده. چي د ډیر موړوالی په وخت کي پیداکيږي. او له هغه
سره دمعدي بوي راوزی. 2. دپیغبر صلی الله علیه وسلم د حديث مفهوم ده چي ارگمی خپل
له مانه لري کړي. ځکه چي څوک په دنیا کي ډیر موړ وي. په اخرت کي به ډیر او طولانی
وږی وي. 3. ارگمی کول دنورو په مخ کي مکروه ده. شيدي او نعناع يي دعلاج لپاره ښی
دي. دتف اچولو آداب 1. دانسان خوله
پاکه ده. څه شي په خوله کي نه ناپاکيږي. دخولی او به باید په چپ طرف تف کړي شي.
ځکه ښی طرف ته يي فرشتی وي. او قبلی طرف ته يي هم تو نه کړي. یا دي پښو ته تف
کړي.او یا دي خپلو جامو کي واچوي.
عمومی
آداب عاقل انسان باید خپلی بدي وي په دين او اخلاقو کي محاسبه کړي. او په یو کاغذ
يي له ځان سره ولیکي. او دهغو په له منځه وړلو کي دي هره ورځ کوشش کوي. کومی بدي
چي يي ختمیږی په هغو دي خوشحالیږی. او کومی چي يي پاته وي په هغو دي غمجن کيږي. او
په له منځه وړلو کي دي کوشش کوي. بد عیب داده چي انسان خپل عیب ونه وينی.او څوک چي
خپل عیب نه وينی. نه شي کولای هغه له منځه ويسی. نیک کار خوش اخلاقی ده. او گناه
ناراحتی ده. چي په زړه کي راځی. او نه خوښوي. چي له
هغی نه څوک خبر شي. مسلمان هغه څوک ده چي نور مسلمانان يي له ضرر نه په امن وي.
فخر کؤنکي
انسان نیک نه ده. او عصبانی انسان خوشحال نه ده.ازاد انسان حریص نه ده. او بخشش
کؤنکي انسان بخیل نه ده. نس پرست انسان مالداره نه ده. که غواړی دټولو خلکو
خوشحالی حاصله کړي. ناممکنه ده ځکه چي مختلف فکرونه په یوه جامعه کي وجود لري. نو
دعاقلانو اونیکو خلکو خوشحالی لاس ته راوړه.
پوه شه چي زړه کي
دي هر څه نه ځایږی. نو دمهمو شيانو لپاره يي خالی کړه. یا دهغه څه لپاره يي خالی
کړه. دڅه لپاره چي جوړ شوي. اخلاق دی باید داسی نه وي چي یو وار خبره شروع کړي. او
بیا يي په نیمايي کي پریږدي. ددي لپاره چي سوچ پری ووهی. له علماؤ سره چي کينی
باید کوشش دي داوي. چي دوي پوه شي چي ته غواړی ددوي خبری زیاتی واوري.
که دي غوښتل له
دوستانو سره ټوکي وکړي. کوشش وکړه صحیح خبره دي له ټوکي سره گډه نه کړي. دخبرو
کولو په وخت کي کوشش وکړه. چي په دوستانو دي تجاوز ونه کړي. اوهغه څه چي ستا په مخ
کي ويل کيږي. کوشش وکړه. حق خبره خوښه کړي. او په بحث کولو کي کوشش مه کوه ځان
عالم وښيي. او مقابل طرف جاهل وښيي. نه صراحتا او نه په کنایه کي.
له دشمن سره
باید عادلانه چلند وکړي. او له دوستانو سره داسی رفتار وکړي. چي هم دوي او هم ته
خوشحاله وي. له دوستانو دينی وروڼو او ټولو هغو کسانو سره چي ارتباط لري. نیت دي
باید داوي چي دارتباط دقطعه کولو لپاره هیڅ لاره وجود نه لري. اگرکه هغه داسی کار
وکړي. چي ستا خوښ نه وي. تنها له هغه چانه معذرت وغواړه چي عذر دي منی. که چا
معذرت درنه وغوښت. په خلاصه ټنډه رفتار ورسره وکړه. او بښنه ورته وکړه. مگرکه
درابطی قطعه کول غنیمت وي. بیا په کار ده.
اخیر
مسلمان ورور او مسلمانی خوری: پوه شه. چي ددي کتاب لیکل یو انسانی عمل ده. او لکه
څرنگه چي اول دکتاب کي می ذکر کړي ؤ. چي انسان همیشه له خطا سره مخ وي. دعربی یو
شعر ده چي: إن تجد عیبا فسد الخللا جل من لاعیب فیه وعلا «که دي عیب پیدا کو. کمښت
یوه طرف ته که. ځکه فقط خدای تعالی دلوړی مرتبی خاوند او له عیبه پاک ده». ديادونی
وړ ده. چي داکتاب ما په شماره وار شکل لیکلی. ويونکوو او دکتاب مطالعه کؤنکو ته به
سوال پیداشي. چي ایا دا له خپله ځانه اشتهاد شوي؟
ایا دقران له ایاتو نه راخستل شوي؟ ایا داحاديثو له کوم کتاب نه راخستل شوي؟ او که
له کومی بلی منبع نه؟ ددي سوالو په جواب کي زه دا لیکم. (له کومو کتابو څخه چي
راخستل شوي. دهغو نومونه مؤخذ او منابع برخه کي ذکر شوي. چي هغه کتابونه هم داحاديثوله
لويو کتابو نه لکه بخاری شریف، مسلم ،ابن ماجه اونورو نه راخستل شوي. او ماچي کوم
معلومات راخستی هغه می دقران ایات او یا داحاديثو مفهوم او یا دکوم عالم خبره او
یا خپله هغو کتابو کي دلیکؤنکي تبصره رانقل کړي. چي هدف می صرف راټولول دآدابو
دمجموعی او عامو خلکو ته رسول تر څو يي اول زه او بیا ټول مسلمان وروڼه او خويندي
زده او عملی يي کړي. عام خلک نه شي کولای چي دبخاری او مسلیم شریف له احاديثو نه
څه زده کړي. نوپه دي خاطر می هره مجموعه دآدابو په شماره وار شکل بی له اصلی شکل
نه بلکي په مفهومی شکل او بی دهری شماری له سند نه لیکلی. ددي لپاره چي ويونکي ته
اسانی وشي. او دهری موضوع دآدابو په مفهوم په اسانی سره پوه شي. چی مجموعا تقریبا
اوه سوه آداب کیژی. په اخیر کي داکتاب په هغه څه چي ابن حجر رحمة الله علیه دصحیح البخاری
شرحه پای ته پری رسولی. ختموم. عروه له عایشي رضی الله عنه نه روایت کړي چي ويل
شوي دي:(پیغمبر صلی الله علیه وسلم کله به چي مجلس کي کينوست.او یا به يي لمونځ
کاوه څو جملی به يي په ژبه جاری کولی. پوښتنه می وکړه چي هغه جملی څه دي؟ ويي ويل.
که نیکي خبری دی مجلس کي وشي. داجملی دقیامت تر ورځی نیکه خاتمه دهغه مجلس لپاره
لري. اوکه غیر جملی رد او بدلی شي. کفاره دهغو کيږي. اوهغه جملی داوي«سبحانک اللهم
وبحمدک، أشهد أن لا إله إلأنت، أستغفرک وأتوبإلیک».وصلی الله وسلم علی نبینا محمد
وعلی أله وصحبه أجمعین.
مأخذ
دکتاب په برابرولو کي له لاندي کتابو او انټرنیټی سایتو نه استفاده شوي ده. 1.
العوضی، إسحاق بن عبدالله؛ برگزیده ای از آداب شرعی ،1، 1386
ه 2. بن عبدالله، شيخ صالح؛ اصول و آداب گفتگو در اسلام
، 1، 1384 ه 3. ناصح علوان، عبدالله؛ آداب خواستگاری وحقوق زوجین ،1 ، 1385 ه 4. بعدانی، فیصل؛
احوال پیغمبر صلی الله علیه وسلم در حج ،1386،1 ه 5. الرمیح، اسماعیل؛ آداب عطسه
وخمیازه ،1، 1385 ه 6. ابن قیوم ،طریق الهجتین وباب السعادتین، (ص ،
No comments:
Post a Comment